ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

  محکمه:  ۲۰۰۷ کال کې د نیدرلنډ ځواکونو برید ناقانونه و او باید د وژل شوو افغانانو تاوان ورکړي

  محکمه:  ۲۰۰۷ کال کې د نیدرلنډ ځواکونو برید ناقانونه و او باید د وژل شوو افغانانو تاوان ورکړي

author avatar
24 Nov 2022 - 14:35
  محکمه:  ۲۰۰۷ کال کې د نیدرلنډ ځواکونو برید ناقانونه و او باید د وژل شوو افغانانو تاوان ورکړي
author avatar
24 Nov 2022 - 14:35

کابل (پژواک، ۳ لېندۍ ۱۴۰۱): د نیدرلنډ یوې محکمې پرېکړه کړې چې په ۲۰۰۷ کال کې د افغانستان په ارزوګان ولایت کې د دغه هېواد د ځواکونو هوايي برید چې له امله یې ۲۰ ملکي کسان وژل شوي وو، ناقانونه و او نیدرلنډ یې باید قربانیانو ته تاوان ورکړي.

د راپورونو له مخې، د ۲۰۰۷ کال د جون په ۱۷مه، د نیدرلنډ ځواکونو ایف ۱۶ جنګي الوتکو په نیمه شپه د اروزګان پر چورې ولسوالۍ ۲۸ رهبري کېدونکي بمونه وغورځول چې له امله یې شاوخوا شلو ملکي وګړو ژوند له لاسه ورکړ.

د دغه هېواد دفاع وزارت مخکې ویلي و، هغه مهال د افغانستان د تېر حکومت وسله‌والو مخالفینو له هغو کورونو د دوی پر ځواکونو ډزې کولې چې په نښه شوي وو؛ خو محکمې د دفاع وزارت هغه شواهد چې وښيي د نیدرلنډي ځواکونو د هوايي برید پرمهال وسله‌وال مخالفین په دغه سیمه کې وو، کمزروي ګڼلي دي.

خو د نیدرلنډ ځواکونو دغه برید ته شاوخوا دوه کاله وړاندې یو ځل بیا هغه مهال پام ور واوښت چې د دغه هېواد یوه پخواني تجربه‌کار سرتېري یې په اړه یو راپور خپور کړ او د یاد برید مشروعیت یې پکې وننګاوه.

د بي‌بي‌سي د راپور له مخې، د دغه راپور له خپرېدو وروسته د نیدرلنډ د دفاع وزارت اړ شو چې له څارنوالانو یې په اړه د لا نورې پلټنې غوښتنه وکړي.

 خو محکمې ویلي، داسې شواهد چې وښيي د بمبارۍ پر مهال په کلي کې وسله‌وال مخالفین وو، نشته؛ نو ځکه دغه برید د بشري حقونو خلاف عمل دی او نیدرلنډ یې باید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ور کړي.

د پېښې د قربانیانو مدافع وکیلې الیزابیت زیګ‌ولډ اې‌‌ایف‌پي خبري اژانس ته ویلي، په سیمه کې د طالبانو د شتون په تړاو له نیدرلنډي ځواکونو سره تر ټولو وروستي معلومات لږ تر لږه د ۱۵ ساعتونو وړاندې مهال دي.

د راپور له مخې، قاضیانو تېره ورځ (چهارشنبې) پرېکړه وکړه چې قربانیانو ته باید تاوان ورکړل شي، خو د تاوان کچه به یې په وروستي پړاو کې وټاکل شي.

Visits: 160

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.