ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عدلیې وزارت: کابل کې د غصب شوو ځمکو  څېړنه د ملا تره‌خېل له ښارګوټي پیلېږي

عدلیې وزارت: کابل کې د غصب شوو ځمکو څېړنه د ملا تره‌خېل له ښارګوټي پیلېږي

author avatar
25 Nov 2022 - 03:58
عدلیې وزارت: کابل کې د غصب شوو ځمکو  څېړنه د ملا تره‌خېل له ښارګوټي پیلېږي
author avatar
25 Nov 2022 - 03:58

کابل (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د عدلیې وزارت وایي چې په کابل ولایت کې د غصب شوو ځمکو څېړنه د ملا تره‌خېل له ښارګوټي پیلېږي.

د عدلیې وزارت له خوا د لېندۍ په ۳مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په کابل، ننګرهار او زابل ولایتونو کې د ځمکو د غصب مخنیوي او تشخیص او تثبیت تخنیکي پلاوو چې اوس يې پر فعالیت پیل  کړی، په دوو تېرو ورځو کې يې خپلې غونډې او عملي کارونه پیل کړي.

سرچینې زیاته کړې، په کابل کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ناسته د دغه ولایت د مقام په تالار کې د یاد هیئت د رییس او غړو په حضور جوړه شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې له هر اړخیز بحث وروسته، کاري پلان ترتیب شو او تخنیکي ټیم له مسلکي غړو وټاکل شو څو د هغوی تر نظر لاندې د غصب شوو ځمکو کمیت او کیفیت څرګند شي.

دغه راز د غصب شوو ځمکو د تشخیص او تثبیت لپاره یو جدول تیار شوی څو په ډاګه شي چې د کابل په ښار او ولسوالیو کې څومره ځمکې غصب شوې دي.

په دې ناسته کې پرېکړه وشوه چې په کابل کې د غصب شوو ځمکو  څېړنه د ملا تره‌خېل له ښارګوټي پیل شي.

دغه ښارګوټی د کابل د نهمې او یوویشتمي حوزو اړوند د څرخي پله او بتخاک سیمو کې موقعیت لري.

په خبرپاڼه کې راغلي، دغه راز په ننګرهار کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي غونډه د دغه پلاوي د رییس او غړو په حضور سره جوړه شوه.

په دې غونډه کې د جلال‌اباد زوړ ښار په سیمو کې د غصب شوو ځمکو، د کوټ او هسکې مینې ولسوالیو ترمنځ د غصب شوو ځمکو، په درونټه کې د برېښنا شرکت د غصب شوو ملکیتونو د بررسۍ او راګرځولو لپاره بېلابېل ټیمونه وټاکل شول.

همدارنګه د دغه ښار په اوومه ناحیه کې د غصب شوو ځمکو په اړه ښاروالۍ ته دنده وسپارل شوه چې په راتلونکې ناسته کې یې په اړه بشپړ معلومات راټول او وړاندې کړي او د ننګرهار د نفت او ګاز له امریه د دې ادارې د غصب شوو ځمکو په اړه سندونه وغوښتل شول.

د سرچینې په وینا، د دغه ولایت د حج او اوقافو رییس ته دنده وسپارل شوه چې د دې اوونۍ د جمعې لمانځه لپاره علماوو ته د عامه شتمنیو د غصب مخنیوي په اړه موضوعات وټاکي څو په دې اړه خلکو ته پوهاوی ورکړي.

د کادستر مسوول ته هم لارښوونه وشوه چې د امارتي ځمکو کچه دې معلومه شي او پلاوي ته دې یې وړاندې کړي څو په اړه یې اجراات وشي.

د یو بل خبر له مخې، په زابل ولایت کې هم د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي پلاوي ناسته د دغه ولایت د حج او اوقافو په ریاست کې جوړه شوه.

دغه ناسته د کرنې ریاست له لوري د حج او اوقافو ریاست ته د هدیرې لپاره د ۶۰ جریب ځمکې سپارلو په موخه جوړه شوې وه. په ناسته کې پلاوي د یادې ځمکې حدود مشخص کړل څو له شخصي استفادې يې مخینوی وشي.

Visits: 2868

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.