اټلانټا (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د حدودو پر عملي کېدو د ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو نیوکې رد کړې او دا یې اسلام ته بېاحترامي او د نړۍوالو اصولو خلاف بللې دي.
ملګرو ملتونو، امریکا او ځینو هېوادونو وروسته تر هغه د حدودو پر عملي کولو نیوکې وکړې چې په لوګر ولایت کې یو شمېر ښځې او نارینه د اسلامي امارت له خوا د بېلابېلو جرمونو له امله په دُرو ووهل شول.
په لوګر کې ولایتي چارواکي وایي، د محکمې د حکم پر اساس پر درېیو ښځو او یوولس سړیو - چې په غلا او «اخلاقي جرمونو» کې ښکېل وو - شرعي حدود تطبیق شو او د درو په وهلو ورته سزا ورکړل شوه.
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیعالله صمیم ویلي، د مجازاتو اکثره حد ۳۹ درې وي چې په عام محضر کې شرعي حدود تطبیق شو.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP