منځپانګې ته تلل
شنبه ۷ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۷ غ.و
۱۴° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۲۱° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

مجاهد: د حدودو پر تطبیق د غرب نیوکې اسلام ته بې‌احترامي او د نړۍوالو اصول خلاف دی

· ۳ دقیقې لوستل · ۲۴۲ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت د حدودو پر عملي کېدو د ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو نیوکې رد کړې او دا یې اسلام ته بې‌احترامي او د نړۍوالو اصولو خلاف بللې دي.

ملګرو ملتونو، امریکا او ځینو هېوادونو وروسته تر هغه د حدودو پر عملي کولو نیوکې وکړې چې په لوګر ولایت کې یو شمېر ښځې او نارینه د اسلامي امارت له خوا د بېلابېلو جرمونو له امله په دُرو ووهل شول.

په لوګر کې ولایتي چارواکي وایي، د محکمې د حکم پر اساس پر درېیو ښځو او یوولس سړیو - چې په غلا او «اخلاقي جرمونو» کې ښکېل وو - شرعي حدود تطبیق شو او د درو په وهلو ورته سزا ورکړل شوه.

د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس رفیع‌الله صمیم ویلي، د مجازاتو اکثره حد ۳۹ درې وي چې په عام محضر کې شرعي حدود تطبیق شو.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د لېندۍ په ۴مه، د شپې ناوخته په یوه ټویټ کې لیکلي چې دوی د اسلام مبارک دين د جزا قانون د تطبيق په اړه، د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو لویدیځو هېوادونو استازو څرګندونې چې د دُرو وهلو مجازات يې غير‌انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي، د اسلام مبارک دين بې‌احترامي او د نړۍوالو اصولو مخالفت بولي.

د ا.ا.ا. د اسلام مبارک دين د جزا قانون د تطبيق په اړه د ملګرو ملتونو د بشر حقونو عالي کمېشنرۍ د وياندې او د نورو غربي هېوادونو نمائندګانو څرګندونې چې د دُرو وهلو مجازات يې په کې غير انساني، ظالمانه او توهينوونکي بللي، د اسلام مبارک دين  بې احترامي او د نړيوالو صولو مخالفت بولي.

— Zabihullah (..ذبـــــیح الله م ) (@Zabehulah_M33) November 25, 2022

هغه زیاته کړې، هېوادونه او سازمانونه بايد اجازه ور نه کړي چې مغرض اشخاص د دوی له ادرسه د اسلام مبارک دين يا احکامو په اړه غېرمسؤولانه او پاروونکې څرګندونې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ښځو حقونو او بشري چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري، د سرپرست حکومت له خوا په لوګر ولایت کې پر ۱۴ کسانو د شرعي حدودو تطبیق ته غبرګون ښودلی او هغه یې «وحشتناک او خطرناک» اقدام بللی دی.

هغې پرون پخپل ټویټرپاڼه کې لیکلي، دغه اقدامات د نړۍ پر وړاندې د طالبانو د سرغړونې زیاتېدو او خپلو پخوانیو سیاستونو ته د ستنېدلو څرګندونه کوي.

دغه‌راز، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان او یو شمېر نورو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو، د سرپرست حکومت پر دغه اقدام نیوکې کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي امارت مشر شیخ هبت‌الله اخندزاده، څو ورځې مخکې قاضیانو ته امر کړی و چې په بشپړ ډول شرعي حدود عملي کړي.

د طالبانو مشر قاضیانو ته څرګنده لارښوونه وکړه چې د غلو، برمته‌کوونکو او «شر اچوونکو» دوسیې په دقت سره وڅېړي.

هغه زیاته کړې: «هغه قضیې چې پکې د شرعي حدودو او قصاص ټول شرایط پوره شوي وي، تاسې یې پلې کېدو ته موظف یاست.»

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست