Language

ننګرهار کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده خوشی شوی او په تړاو یې درې کسان نیول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): امنیتي کسانو د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده خوشی کړی او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.

چارواکي وايي، تښتوونکو د ماشوم له کورنۍ څخه د ۳۰۰ زره کلدارو غوښتنه کوله، خو موخې ته تر رسېدو وړاندې ونیول شول.

په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قول‌اردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د لېندۍ په ۵مه پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د اردو کنډک له لوري يو ماشوم له انسان‌تښتوونکو وژغورل شو.

هغه زياته کړه، د تښتوونکو ډلې ماشوم د خوږياڼو ولسوالۍ له ارغچ سيمې څخه تښتولی و او بيا يې په یوې لرې سیمه کې پټ کړی و چې د بې‌هوشۍ په حالت پیدا شوی او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.

login or register a new account.