جلالاباد (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): امنیتي کسانو د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده خوشی کړی او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.
چارواکي وايي، تښتوونکو د ماشوم له کورنۍ څخه د ۳۰۰ زره کلدارو غوښتنه کوله، خو موخې ته تر رسېدو وړاندې ونیول شول.
په ختيځ کې د ۲۰۱ خالد بن وليد قولاردو وياند مولوي وحيدالله محمدي د لېندۍ په ۵مه پژواک اژانس ته وويل، د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د اردو کنډک له لوري يو ماشوم له انسانتښتوونکو وژغورل شو.
هغه زياته کړه، د تښتوونکو ډلې ماشوم د خوږياڼو ولسوالۍ له ارغچ سيمې څخه تښتولی و او بيا يې په یوې لرې سیمه کې پټ کړی و چې د بېهوشۍ په حالت پیدا شوی او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي.
دی وايي، تښتوونکو د ماشوم د خلاصون په بدل کې ۳۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې غوښتې وې چې کورنۍ يې په وخت له امنيتي ځواکونو سره معلومات شريک کړل او د پېښې مخنیوی وشو.
دی وايي، له نيول شوو تښتوونکو څخه يو موټر، ۱ کلاشنکوف، ۵ سيټه ګرځنده ټليفونونه او نور اړوند اسناد هم تر لاسه شوي دي.
د ماشوم کورنۍ له امنيتي ځواکونو مننه وکړه چې پر وخت اقدام سره يې د دوی اولاد له تښتوونکو ژغورلی دی.
د ماشوم يو خپلوان نقيبالله وايي، وراره يې دوې ورځې مخکې د کور له مخې تښتول شوی و چې پرون امنیتي کسانو وموند او دوی ته یې وسپاره.
چارواکي وايي، که کورنۍ د داسې پېښو پر مهال امنيتي ځواکونه پر وخت خبر کړي، نو د ډېرو دا ډول پېښو مخه به ونيول شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










