ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۳۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۳۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

author avatar
26 Nov 2022 - 17:20
تېره اونۍ افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۳۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې
author avatar
26 Nov 2022 - 17:20

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): تېره اونۍ بېلابېلو سرچینو له افغانستان سره په پراخه کچه د مرستو د اعلان ترڅنګ، په هېواد کې بشري حقونو ته پر پام ټینګار وکړ او ناروې وویل، له افغانستان سره د تعامل لپاره نوي ډیپلوماتان معرفي کوي.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • متقي: د نړۍ هېوادونه به بالاخره «اسلامي امارت» په رسمیت وپېژني.
  • ناروې وایي، له افغانستان سره د تعامل لپاره نوي ډیپلوماتان معرفي کوي.
  • ایران: له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه دې له افغانستان سره ګډه امنیتي کمېټه جوړه شي.
  • نړۍوالو ادارو په افغانستان کې بشري حقونو ته پر پام ټینګار وکړ.
  • له افغانستان سره شاوخوا ۱۱۵میلیون امریکایي ډالر مرسته اعلان شوه.
  • بېلابېلو سرچینو په افغانستان کې له سلګونه زره کسانو سره د مرستې اعلان وکړ.
  • تېره اونۍ په افغانستان کې بېلابېلو پېښو کې ۳۷ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرګ‌ژوبله

تېره اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان دي.

د کورنیو چارو وزارت وایي، د دایکنډي ولایت د مرکز اړوند په سیوک شیبر سیمه کې د عملیاتو پر مهال یو امنیتی کس او نهه وسله‌وال وژل شوي، دوه امنیتي کسان او څلور وسله‌وال ټپیان شوي دي.

 دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونېسف پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د دایکنډي ولایت په سیواک شیبر کلي کې څلور هلکان چې عمرونه یې د یوه او څوارلسو کلونو ترمنځ وو، په یوه برید کې وژل شوي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت وایي، وژل شوي کسان ټول وسله‌وال وو او هلته د ماشومانو وژل کېدل یا کوم بل زیان رسېدل حقیقت نه لري.

ځايي چارواکي وايي، په فارياب کې د يو تن په ډزو کې يو امنيتي کس وژل شوی او يو بل ټپي دی.

دغه‌راز د راپورونو له مخې، ناپېژاندو وسله‌والو، یو، یو کس په فارياب، فراه او بلخ ولایتونو کې وژلي او د پکتيا په ډنډپټان ولسوالۍ کې پر ډيورند فرضي کرښه د نښتي له امله يو کس وژل شوى او شپږ نور ټپيان دي.

راپورونه ښیي چې په کابل ښار کې یوه کس د یوې کورنۍ پنځه غړي په ډزو وژلي او یو بل یې ټپي کړی او په دغه ښار کې دوه کسان په چاودنه هم وژل شوي دي.

د یو بل خبر له مخې، په لغمان کې هم د يوه وژل شوي کس مړی موندل شوی دی.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې، پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپور نه وي ترلاسه کړی او یا سرچینو د دې مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۶ کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

پر ټولګډونه حکومت ټينګار او رسميت پېژندنه

تېره اونۍ، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وویل، د نړۍ هېوادونه به بالاخره «اسلامي امارت» په رسمیت وپېژني.

دغه‌راز، متقي په کابل کې د ناروې شارژدافیر پال کلومان بکر سره په لیدنه کې پر بشري مرستو، امنیت، پراختیایي همکاریو او يو لړ سياسي موضوعاتو خبرې کړې او د ناروې شارژدافیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د تعامل لپاره نوي ډیپلوماټان معرفي کوي چې د اړیکو په ساتلو کې به مثبت رول ترسره کړي.

په ياده ليدنه کې متقي ويلي، پر افغانستان د فشار راوړل ګټور نه‌ دي او نړۍواله ټولنه باید له افغانستان سره د همکارۍ لاره غوره کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په چارو کې د ایران د ولسمشر استازي حسن کاظمي قمي له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه، له افغان چارواکو سره د معلوماتو شریکولو لپاره د ګډې سیمه‌ییزې امنیتي کمېټې جوړولو غوښتنه کړې او ويلي يې دي چې په افغانستان کې ثبات د یوه «ټول‌ګډونه» حکومت له جوړېدو سره تړلی دی.

دغه‌راز، د افغانستان د سولې لپاره د امریکا مخکېني استازي زلمي خلیلزاد خبرداری ورکړی چې که د افغانستان سرپرست حکومت د یوه ټول‌ګډونه سیاسي جوړښت لپاره له نورو افغانانو سره خبرو اترو ته غاړه کې نه‌ږدي، په افغانستان کې تاوتریخوالی ډېرېدلی شي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، ناروې له افغانستان سره ۲۲ میلیون امریکایي ډالر او جرمني د ۹۰ میلیون یورو بشري مرسته اعلان کړه، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وویل، سږ کال په افغانستان کې له ۱۱۱ زره کورنیو سره نغدي مرسته کوي او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) اعلان وکړ چې له ۴۰۰ زرو کسانو سره نغدي مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د خوړو نړۍوال پروګرام وايي، په را روان ژمي کې احتمالي لوږې ته د چمتووالي په موخه یې د خوړو ۳۴ ګرځنده زېرمتونونه جوړ کړي او په افغانستان کې د روغتیا نړۍوال سازمان ويلي، په راتلونکي ژمي کې يې د روغتیایي اسانتیاوو په موخه څه باندې ۳۰۰ روغتیایي مرکزونو ته طبي توکي چمتو کړي دي.

تېره اونۍ بيا نړۍوال بانک په یوه تازه سروې کې وویل چې په افغانستان کې اوس هم د ژوند شرایط سخت دي او  دوه پر درې برخې افغانان په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي.

کنګل شوې پېسې

راپورونه ښيي چې د افغانستان څه باندې ۳،۵ میلیارد ډالرو کنګل شوې شتمنۍ صندوق د څارنې بورډ خپله لومړۍ ناسته کې پرېکړه کړې چې دغه پیسې به په کار اچول کېږي، څو ګټه ترې واخیستل شي.

د امریکا متحده ایالتونو تېر کال په زمري میاشت کې، افغانستان کې د تېر حکومت له ړنګېدو وروسته د افغانستان څه باندې نهه میلیارد امریکایي ډالر شتمني – چې اووه میلیارد یې امریکا او نوره یې په اروپايي هېوادونو کې ده- کنګل کړه.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د روان کال د وږي په ۲۳مه اعلان وکړ چې په دغه هېواد کې د افغانستان له کنګل شوې شتمنۍ به درې نیم میلیارد ډالر د «افغان فنډ» په نوم یوه نوي جوړ شوي صندوق ته – چې په سویس هېواد کې دی – سپاري او د دې شتمنۍ لګولو واک به له یوه «تضمین کوونکي بورډ» سره وي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان بانک د روان کال د وږي په ۲۴مه، ویلي و چې په نامرتبطو برخو کې د یادې کنګل شوې شتمنۍ د تخصیص، کارونې او لېږد په اړه هر ډول پرېکړه د نه منلو وړ ګڼي او غواړي چې په دې اړه له سره غور وشي.

دغه‌راز، د افغانستان سرپرست حکومت ویلي چې کنګل شوې شتمني باید له قید او شرط پرته ټولې راخوشې شي، نه دا چې کوم شروط په کې وضعه شوې وي او د دغو پیسو کنګل کولو لپاره «هیڅ منطقي او قانوني» توجیه نشته.

تېره اونۍ، بيا د افغانستان بانک وویل، د ملګرو ملتونو سازمان استازي مرستیال رامز الاکبروف په افغانستان کې د بانکي اسانتیاوو رامنځته کولو په برخه کې له دغه بانک سره د لا زیاتو همکاریو ژمنه وکړه.

بشري حقونو ته درناوی

راپورنه ښيي، ملګرو ملتونو د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتي چې په دغه هېواد کې د افغان ښځو بنسټیز حقونه خوندي کړي او هغوی ته د یوه داسې چاپېریال جوړولو لپاره چې له هر ډول تاوتریخوالي پاک وي، کوټلي ګامونه واخلي.

همداراز، د اروپا پارلمان یو ځل بیا د افغانستان سرپرست حکومت پر چارواکو غږ وکړ چې د ښځو حقونو ته درناوي وکړي او هغه ژمنې عملي کړي چې د ښځو د حقونو خوندي کولو په برخه کې یې کړې دي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي وايي: «په اسلامي شرعیت او اسلامي نظام کې زموږ د ټولو هېوادوالو حقونه خوندي دي او ورته مهال ویلای شو چې د اسلامي امارت له راتګ مخکې زموږ د خویندو او ښځو حقونه په بشپړه توګه تر پښو لاندې وو. د عزت حق، د ناموس حق، د مال حق، د کورنۍ حق او د هغوی ټول حقونه تر پښو لاندې وو.»

راپورونه ښيي، په افغانستان کې د ښځو حقونو او بشري چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې استازې رینا امیري د اسلامي امارت له خوا په لوګر ولایت کې پر ۱۴ کسانو د شرعي حدودو تطبیق ته غبرګون ښودلی او هغه یې «وحشتناک او خطرناک» اقدام بللی دی.

دغه‌راز، د ملګرو ملتونو سرمنشي، د بشري حقونو د څار نړۍوال سازمان او یو شمېر نورو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو پر دغه اقدام نیوکې کړې دي.

خو د افغانستان سرپرست حکومت د حدودو پر عملي کېدو د ملګرو ملتونو او یو شمېر هېوادونو نیوکې بې‌ځایه بللي او دا یې اسلام ته بې احترامي او د نړۍوالو اصولو خلاف بللی دی.

د افغانستان په تړاو لیدنې او څرګندونې

تېره اونۍ، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي مرستيال مارکس پوټزل له افغانستان سره د سیمه‌ییزې همکارۍ د پیاوړتیا پر لارو چارو خبرو لپاره تاجکستان او ازبکستان ته تللي و. د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د افغانستان د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړې، ویلي یې دي چې د ټولیز امنیت سازمان قلمرو ته د ترهګرو ډلو د نفوذ امکان لا هم ډېر زیات دی. ده ویلي چې د افغانستان او له دغه هېواده د ګواښونو موضوع د یاد سازمان تر پام لاندې ده. ده دا هم ویلي، روسیه په پام کې لري چې د څو اړخیزه میکانیزمونو له لارې په افغانستان کې د ثبات رامنځته کولو هڅو کې برخه واخلي.

خو بلال کریمي په دې اړه ويلي: «د افغانستان اسلامي امارت هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې نورو ته خطر یا ګواښ متوجه کړي. داسې هیڅ شواهد او اسناد هم نه شته چې په افغانستان کې داسې څه وښيي چې د نورو هېوادونو لپاره ګواښ وبلل شي. بیا – بیا اندېښنې رامنځته کوونکې ادعاوې او څرګندونې داسې ښکاري چې استخباراتي موخې لري. د افغانستان پولې د بل هر وخت په پرتله ډېرې خوندي دي او اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د متقابل درناوي پر بنسټ ولاړ تعامل او اړیکې غواړي.»

Visits: 106

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.