Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نورستان کې د موټر چپه کېدو له امله يو کس مړ او درې نور ټپیان شوي

پارون (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د نورستان مسوولین وايي، د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.

 د برګمټال ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي ضیاءالرحمن فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون مازيګر، د دغې ولسوالۍ په افسای کلي کې یو ډاټسن موټر له خپل مسیره اوښتی او چپه شوی دی.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.

د سیمې یوه اوسېدونکي ګل‌زمان پژواک ته وویل چې په پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او درې کسان ټپيان دي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.