پارون (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): د نورستان مسوولین وايي، د دغه ولایت په برګمټال ولسوالۍ کې د موټر چپه کېدو په پېښه کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د برګمټال ولسوالۍ امنیه قوماندان مولوي ضیاءالرحمن فاروقي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون مازيګر، د دغې ولسوالۍ په افسای کلي کې یو ډاټسن موټر له خپل مسیره اوښتی او چپه شوی دی.
ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو کس مړ او درې نور ټپيان شوي دي.
د سیمې یوه اوسېدونکي ګلزمان پژواک ته وویل چې په پېښه کې یوه ښځه مړه شوې او درې کسان ټپيان دي.
د نوموړي په خبره، یاد کسان د برګمټال ولسوالۍ له مرکز څخه پڅیګرام درې ته روان وو چې په افسای کلي کې يې موټر چپه شوی دی.
برګمټال د نورستان ولایت په ختیځه دره کې د ډیورند فرضي کرښې ته څېرمه پرته ولسوالي ده چې سړکونه يې خام دي .
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










