Language

یوناما: افغانستان کې د معنی‌لرونکې سولې لپاره له ټولو سیمه‌ییزو لوبغاړو سره کار ته دوام ورکوو

کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) تاجکستان او ازبکستان ته د پوتزل د سفر له پای ته رسېدو خبر ورکړی او وايي، دغه بنسټ به له ټولو سیمه‌ییزو لوبغاړو سره د باثباته سولې رامنځته کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) نن (د لېندۍ ۵مه) پر ټویټر لیکلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل د تاجیکستان او ازبکستان له دولتي چارواکو سره د افغانستان د خلکو د لا سیمه‌ییز ملاتړ په تړاو د خپلو لیدنو لړۍ پای ته ورسوله.

login or register a new account.