کابل (پژواک، ۵ لېندۍ ۱۴۰۱): په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) تاجکستان او ازبکستان ته د پوتزل د سفر له پای ته رسېدو خبر ورکړی او وايي، دغه بنسټ به له ټولو سیمهییزو لوبغاړو سره د باثباته سولې رامنځته کولو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ (یوناما) نن (د لېندۍ ۵مه) پر ټویټر لیکلي، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي مرستیال مارکس پوتزل د تاجیکستان او ازبکستان له دولتي چارواکو سره د افغانستان د خلکو د لا سیمهییز ملاتړ په تړاو د خپلو لیدنو لړۍ پای ته ورسوله.

دغه بنسټ زیاته کړې: «یوناما د معنیلرونکې سولې رامنځته کولو په برخه کې له ټولو سیمهییزو لوبغاړو سره خپل کار ته دوام ورکوي.»

دا په داسې حال کې ده چې یوناما پنځه ورځې مخکې تاجیکستان او ازبکستان ته د پوتزل له سفره خبر ورکړ څو له افغانستان سره د سیمهییزو همکاریو د پیاوړتیا لارې چارې وڅېړي.