اټلانټا (پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۱): وروسته له هغه چې په چین کې د کرونا ویروس پېښې ډېرې شوې او د حکومت له خوا محدودیتونه ولګول شول، په غبرګون کې یې د دغه هېواد په بېلابېلو سیمو کې پراخ لاریونونه پیل شوي دي.
کرونا ویروس څلور کاله مخکې د لومړي ځل لپاره د چین په اوهان ښار کې خپور شو او بیا د نړۍ نږدې ټولو هېوادونو ته یې سرایت وکړ.
د راپورونو له مخې، چین په لومړیو کلونو کې پر دې ناروغۍ کنټرول راوست، خو په دې وروستیو کې په دغه هېواد کې بیا په ډېرې چټکۍ سره خپرېږي.
د رسنیو د راپورونو له مخې، پرون (د لېندۍ ۵مه) په چین کې په یوه ورځ نږدې ۴۰ زره کسان پر کرونا اخته شوي وو چې د دغه ویروس له پیدا کېدو راهیسې په یوه ورځ په چین کې د ناروغانو تر ټولو لویه شمېره ده.
د کرونا د زیاتېدو له امله د چین حکومت په بېلابېلو ښارونو کې پر ګرځېدو محدویتونه لګولي او خلک یې په کورونو کې قرنطین کړي دي.
ځینو رسنیو خبر ورکړی چې د چین د سینکیانګ ایالت په ارومچي ښار کې په یوه کور کې د اورلګېدنې له امله لس کسان ځکه مړه شوي چې د قرنطین له امله یې څوک مرستې ته نه وو ورغلي.
دغه کار د خلکو غوسه راپارولې او د شانګهای، اوهان، ارومچي په ګډون، ګڼ شمېر ښارونو کې زرګونه کسان سړکونو ته راوتلي او د حکومت پر ضد شعارونه ورکوي.
د راپورونو له مخې، په چین کې دا بېمخینې لاریونونه دي؛ ځکه چې هلته د کمونست ګوند او حکومت پر ضد څوک د لاریونونو جرات نه شي کولی.
د نړۍوالو سرچینو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په چین کې ۳۰۷ زره کسان پر کرونا اخته او له امله یې ۵۲۲۳ کسان مړه شوي دي.
Views: 103
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن