ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېره اونۍ په افغانستان کې ۶۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

تېره اونۍ په افغانستان کې ۶۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

author avatar
3 Dec 2022 - 17:48
تېره اونۍ په افغانستان کې ۶۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده
author avatar
3 Dec 2022 - 17:48

کابل (پژواک، ۱۲ لېندۍ ۱۴۰۱): تېره اونۍ، کابل او اسلام اباد د همکاریو د نوي میکانیزم پر جوړېدو هوکړه وکړه او د هرات امنیتي غونډې ځينو ګډونوالو په افغانستان کې د ټول‌ګډون حکومت پر جوړېدو او د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار وکړ.

د اونۍ مهم خبرونه:

  • د هرات په امنیتي غونډه کې د ټول‌ګډون حکومت پر جوړېدو او د ښځو حقونو ته پر درناوي ټینګار وشو.
  • د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په افغانستان کې د امریکا غږ او ازادي راډیو خپرونې بندې کړې.
  • خیرخواه: رسنۍ دې د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق دې خپاره کړي.
  • اسلام‌اباد: ټي‌ټي‌پي د افغانستان خاوره زموږ پر ضد کاروي.
  • کابل د اسلام‌اباد څرګندونې رد کړې او ويې ویل، د افغانستان خاوره د هیچا پر ضد نه کارول کېږي.
  • بېلابېلو سرچينو يو ځل بيا په افغانستان کې له شپږم پورته د نجونو ښوونځيو پرانیستو غوښتنه کړې ده.
  • تېره اونۍ افغانستان کې په بېلابېلو پېښو کې ۶۶ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

مرګ ژوبله

تېره اونۍ د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۳۳ کسان وژل شوي او ۳۳ نور ټپيان دي.

ځايي چارواکي وايي، په سمنګان کې په يوه جومات کې چاودنې ۱۹ کسان ووژل او ۲۵ نور یې ټپیان کړل.

د امنيتي چارواکو له خولې، په کابل ښار کې د حزب اسلامي دفتر پر جومات دوو ځانمرګو برید وکړ چې د يادو بريدګرو په ګډون په کې درې کسان ووژل شول او دغه راز کابل ښار کې د پاکستان پر سفير بريد کې يو پاکستانی ټپي شوی دی.

امنيتي ځواکونه وايي، په بلخ کې يو «مشهور غل او اختطاف‌کوونکی» له امنيتي ځواکونو سره په نښته کې وژل شوی دى او همدارنګه په پروان کې يوه ۱۲ کلن هلک پر يوه «غل» ډز کړې او وژلی يې دی.

راپورونه ښيي، په کونړ د ماين چادونې پنځه کسان ټپيان کړي دي.

ځايي چارواکي وايي، په بلخ، بادغيس او فارياب ولایتونو کې د ناپېژاندو وسله‌والو له خوا يو يو کس وژل شوي، دغه راز په هلمند او فارياب ولایتونو کې د يوه يوه کس مړي موندل شوي او په فارياب کې بيا يوه کس خپله مېرمن وژلې ده.

د راپورونو له مخې، په کندهار کې يو کس په شخصي دښمنۍ کې وژل شوی او بدخشان کې د واده په مراسمو کې د هوايي ډزو له امله دوه ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان وو او د پېښې عاملین هم نیول شوي دي.

یادونه: د مرګ‌ژوبلې یادې شمېرې پژواک ته د رسېدلو راپورونو له مخې ښودل شوې، خو کېدای شي د ځینو پېښو په اړه یې راپورونه نه وي ترلاسه کړي او یا سرچینو د دې مرګ‌ژوبلې کره شمېره نه وي ښودلې.

وړمه اونۍ، د هېواد په کچه په بېلابېلو پېښو کې ۲۳ کسان وژل شوي او ۱۴ نور ټپيان وو.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې د تېر کال د زمري میاشتې له بدلون مخکې، په جګړو کې هره اونۍ سلګونو ملکي وګړو او د ښکېلو غاړو ګڼو کسانو ته مرګ‌‌ژوبله اوښته.

کابل ته د حنا رباني کهر سفر

تېره اونۍ، د پاکستان بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کهر کابل ته د سفر پر مهال د افغانستان سرپرست حکومت له جګپوړو چارواکو سره وکتل.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې کابل او اسلام‌اباد د دوه اړخیزو همکاریو لپاره د یوه نوي میکانیزم جوړولو پر سر هوکړې ته رسېدلي دي.

سرچينه زياتوي، په ياده ليدنه کې د ویزو په صادرولو کې د اسانتیا، په پاکستان کې د افغان بنديانو د خلاصون، په دغه هېواد کې له افغان کډوالو سره د نېک چلن او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا او په افغانستان کې د پانګونې په اړه هم خبرې شوې دي.

حنا رباني کهر وویل، پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري، له رامنځته شوو فرصتونو باید اعظمي استفاده وشي او نه بايد په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې شي.

د هرات امنيتي ناسته

د هرات د امنیتي خبرو لسمه دوه ورځنۍ غونډه تېره اونۍ د تاجکستان په دوشنبه ښار کې ترسره شوه.

د راپورونو له مخې، په ياده غونډه کې د امریکا، اروپایي ټولنې او د سیمې هېوادونو ۱۲۰ سیاسي څېرو او استازو ګډون کړی دی. دا لومړی ځل دی چې دغه غونډه له افغانستانه بهر جوړېږي.

سرچینه زياتوي، د يادې غونډې ځينو ګډونوالو په افغانستان کې د پراخ‌بسټه حکومت پر رامنځته کولو، د ښځو حقونو ته پر درناوي او د نشه‌یي توکو قاچاق پر مخنیوي ټینګار وکړ.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دې غونډې د یو شمېر ګډونوالو خبرو په غبرګون کې وویلي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي.

مجاهد زیاته کړې: «د افغانستان اسلامي امارت د ټولو هېوادوالو حقونو ته متوجه دی؛ په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته؛ حقوق باید تعریف شي او په افغانستان کې د ښځو شرعي حقونه خوندي او محفوظ دي.»

دغه راز، په ياده غونډه کې د افغانستان لپاره د امریکا سفارت سرپرسته کرن ډیکر وویل، په افغانستان کې د امریکا د حضور نشتوالی په دې معنا نه دی چې ګواکې امریکا هلته ښکېله نه ده.

هغې زياته کړې چې د افغانانو د مرستې لپاره د نوو وسایلو او لارو په لټه کې دي.

د رسنيو ازادي

تېره اونۍ، په افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت وویل چې د افغانستان په ۱۳ لویو ښارونو کې د امریکا غږ او ازادي راډیو نشرات د ژورنالېستيکي اصولو نه مراعاتولو او يو طرفه خپرونو له امله بند شول.

دا په داسې چې چې د اطلاعاتو او کلتور سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه ویلي چې رسنۍ دې خپلې خپرونې داسې عیار کړي چې هم د هېواد او هم د نظام او هېوادوالو په ګټه وي؛ له رسنيو يې وغوښتل چې د کاذبو اطلاعاتو له خپرولو ډډه وکړي او حقايق خپاره کړي.

د نجونو تعليم

تېره اونۍ، په لندن کې د افغان ښځو او نجونو په ننګه لاریون وشو، د ياد لاريون ګډونوالې ملاله يوسفزۍ د نړۍ له حکومتونو او مشرانو غوښتنه کړې چې د افغان ښځو حالت دې له پامه نه غورځوي.‌

دغه راز، په فراه کې يو شمېر زده‌کوونکو د نجونو له شپږم پورته ټولګيو پرانیستو غوښتنه وکړه او ويې ویل چې پر دیني زده‌کړو سربېره عصري زده‌کړې هم د نجونو لپاره خورا اړینې دي.

د افغانستان د ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري ویلي، د څو هېوادونو چارواکي او استازي په افغانستان کې د نجونو زده‌کړو د اړتیا په اړه هم‌نظره دي او ټول دغه هېوادونه مني چې په افغانستان کې د نجونو زده‌کړې په هره سطحه یو اړین کار دی.

دغه راز، پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د جاپان له سفیر تکاشي اوکادا سره په ليدنه کې د نجونو ښوونځیو پرانیستل د هېواد د ثبات لپاره حیاتي مسایل بللي دي.

دا په داسې حال کې چې په ننګرهار کې د ارتقا په موخه د دوولسمو ټولګيو له ښځينه زده‌کوونکو کلنۍ ازموینه اخيستل کېږي.

د مرستو دوام

تېره اونۍ، پاکستان د نږدې ۲۰۰ میلیون کلدارو په ارزښت د درملو د مرستې اعلان وکړ او لومړۍ جوپه يې پرون کابل ته راورسېده او د بشري مرستو په دوام کې د ۴۰ میلیون امریکایي ډالرو بله کڅوړه کابل ته راورسېده.

دغه راز، د روغتیا نړۍوال سازمان مشر، په عمان کې له افغان چارواکو سره په لیدنه کې وویل چې دغه سازمان به له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.

د راپورونو له مخې، اروپايي ټولنه له افغانستان سره مرستې کافي نه بولي، غواړي له دغه هېواد سره خپلې مرستې ډېرې کړي او زياتوي چې د مرستو بهير بايد سياسي نه شي.

د پاکستاني چارواکو ادعاوې

راپورونه ښيي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر رانا ثناء‌الله ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي‌ټي‌پي) د خپلو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره د دوی پر ضد کاروي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت د پاکستان د کورنيو چارو د وزير څرګندونې رد کړې، ويې ويل چې د افغانستان خاوره به د هیڅ هېواد پر ضد استعمال نه شي.

د ملي دفاع وزارت وياند عنايت‌الله خوارزمي وويل: «موږ څو څو ځلي د سيمې او نړۍ هېوادونو ته ډاډ ورکړی چې هېڅکله به هم د افغانستان خاوره د چا پر ضد نه کارول کېږي او له افغانستانه نړۍ ته هیڅ ډول ګواښ نه دی متوجه او نه به هم متوجه شي.»

د افغانستان په تړاو لیدنې او سفرونه

تېره اونۍ، د افغانستان لپاره د یوناما مرستیال مارکس پوتزل وویل، د تاجکستان او ازبکستان له چارواکو سره په لیدنه کې د افغانستان د ملاتړ لپاره یې د هېوادونو په همکارۍ ټينګار کړی او د افغانستان پر وضعیت او د یوې نړۍوالې ډلې رامنځته کېدو په اړه یې خبرې کړې دي.

دغه راز، د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ له افغانانو سره د سلا مشورو لپاره جاپان، متحده عربي امارات او هندوستان ته سفرونه پيل کړي، څو د یادو هېوادونو له چارواکو او هلته د مېشتو افغانانو له استازو سره د افغانستان پر وروستیو حالاتو، بشري او اقتصادي موضوعاتو سلا مشورې وکړي.

Visits: 78

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.