ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

لوګر کې پيازو ته ۱۲ سړې‌خونې جوړېږي

لوګر کې پيازو ته ۱۲ سړې‌خونې جوړېږي

author avatar
5 Dec 2022 - 15:00
لوګر کې پيازو ته ۱۲ سړې‌خونې جوړېږي
author avatar
5 Dec 2022 - 15:00

پل علم (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د لوګر د کرنې، اوبو‌لګونې او مالدارۍ ریاست وایي، د اړوند وزارت په مالي لګښت د دغه ولایت په مرکز پل علم او بره‌کي برک ولسوالۍ کې د پيازو ساتنې ته ۱۲ سړې‌خونې جوړېږي.

د یاد ریاست مطبوعاتي مسوول شاهدالله همراز پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرنې، اوبو‌لګونې او مالدارۍ وزارت له لوري د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې ۸ او په بره‌کي برک ولسوالۍ کې ۴ د پيازو  سړې‌خونې جوړېږي چې هره یوه به یې د ۷ ټنه پيازو ساتنې ظرفیت ولري.

هغه زیاته کړه، پر هرې سړې‌خونې شاوخوا ۴۵۰ زره افغانۍ لګښت راځي چې ۶۰ سلنه یې د وزارت او ۴۰ سلنه یې د کروندګرو له خوا ورکول کېږي.

دی وايي، د دغو سړو خونو جوړولو چارې پیل شوې دي چې تر راتلونکو دوو میاشتو به بشپړې شي.

د نوموړي په خبره، دغه سړې‌خونې په یوه پوړ کې د ۸ متره اوږدوالي او ۵ متره سور په لرلو جوړېږي چې هره یوه یې د ۷ ټنه پيازو ساتلو وړتیا لري.

د پل علم او بره‌کي برک ولسوالۍ کروندګر هم وايي، د کرنې، اوبولګونې او مالدارۍ وزارت له لوري د پيازو ۱۲ سړې‌خونې ورته جوړېږي، خو غوښتنه کوي چې له دغو سړو خونو د ګټې اخیستلو په اړه دې دوی ته پوهاوی هم ورکړل شي.

د پل علم یوه کروندګر حضرت ګل پژواک خبري اژانس ته وویل، کروندګر به وکړای شي له خپلو ځمکو تر لاسه کړي پياز په دغو سړو خونو کې وساتي او په مناسب وخت کې یې بازار ته د خرڅلاو لپاره وړاندې کړي.

نوموړی د کرنې له وزارت او نړۍوالو بنسټونو غوښتنه کوي چې ورته سړې‌خونې د لوګر په نورو ولسوالیو کې هم جوړې کړي.

د بره‌کي برک ولسوالۍ یوه کروندګر محمد ابراهیم پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه سړې‌خونې د لوګر ولایت د ټولو کروندګرو او بڼوالو د محصولاتو ساتنې ظرفیت نه لري، په کار ده چې په مرکز پل علم او د دغه ولایت په هرې ولسوالۍ کې د زر ټنه محصولاتو ساتنې لپاره یوه- یوه ستره سړه‌خونه جوړه شي.

د تېر حکومت پر مهال هم د لوګر په مرکز پل علم او محمداغې ولسوالۍ کې د زر- زر ټنه محصولاتو د ساتنې په موخه د دوو سړو خونو جوړېدو چارې پیل شوې وې، خو د نظام له بدلون وروسته یې چارې په ټپه ودرېدې.

Views: 491

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.