Language

ننګرهار کې د قيمتي ډبرو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي

جلال‌اباد (پژواک، ۱۴ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار امنيه قومانداني وايي، په جلال‌اباد ښار کې د ١١٠ بورۍ قيمتي ډبرو او شپږ کيلوګرام هيرويينو د قاچاق په تور درې کسان نيول شوي دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي د لېندۍ په ۱۴مه پژواک اژانس ته وويل، د قوماندانۍ اړوند د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې مديريت منسوبينو د جلال‌اباد ښار د پنځمې ناحيې په مربوطاتو کې له يو کوره ۱۱۰ بورۍ قيمتي ډبرې ترلاسه کړې دي.

هغه زياته کړه، د دغو ډبرو د غير قانوني ساتنې په تړاو دوه کسان نيول شوي دي.

د قوماندانۍ وياند دغه‌راز وايي، د ښار د ۹مې ناحيې په مربوطاتو کې يو کس له شپږ کيلوګرامه هيروينو سره نيول شوى چې اوسمهال د امنيې قوماندانۍ په توقيف‌خونه کې دی.

login or register a new account.