Language

ټام ویست له ډاکتر عبدالله سره تر کتنې وروسته له مولوي محمد یعقوب سره هم لیدلي

اټلانټا (پژواک، ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۱) : افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په هند کې ډاکتر عبدالله عبدالله سره تر کتنې وروسته په متحده عربي اماراتو کې د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزیر  مولوي محمد یعقوب سره هم لیدلي دي.

د ملي دفاع وزارت لخوا د لیندۍ په ۱۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په ابوظبۍ کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ټام ویست سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړې.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي .

login or register a new account.