منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۴:۴۴ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ټام ویست له ډاکتر عبدالله سره تر کتنې وروسته له مولوي محمد یعقوب سره هم لیدلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۶۲ کتنې · تازه شوی

اټلانټا (پژواک، ۱۵ لیندۍ ۱۴۰۱) : افغانستان لپاره دامریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ په هند کې ډاکتر عبدالله عبدالله سره تر کتنې وروسته په متحده عربي اماراتو کې د سرپرست حکومت د ملي دفاع وزیر  مولوي محمد یعقوب سره هم لیدلي دي.

د ملي دفاع وزارت لخوا د لیندۍ په ۱۴مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې سرپرست وزیر مولوي محمد یعقوب "مجاهد" متحده عربي اماراتو ته د خپل سفر په ترڅ کې نن په ابوظبۍ کې د افغانستان په چارو کې د امریکا متحدو ایالتونو له ځانګړي استازي ټام ویست سره وکتل.

سرچینې زیاته کړې، په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان پر مسایلو خبرې وکړې.

د ملي دفاع سرپرست وزیر د امریکا ځانګړي استازي ته ډاډ ورکړ، چې افغانستان امن دی، ټولې سرحدي پولې او فرضي نقطې یې خوندي دي او د افغانستان له خاورې څخه د سیمې او نړۍ هېوادونو ته هېڅ ګواښ نشته او نه به وي .

مولوي محمد یعقوب دغه راز ویسټ ته ډاډ ورکړ چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد  نه ده کارول شوې او نه به وکارول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، په پای کې د ملي دفاع سرپرست وزير له ټام ويسټ وغوښتل چې نړۍ  دې د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی ولري.

د یادونې وړ ده، دامریکا ځانګړي استازي چې ورسره د سفارت سرپرست او شارزدافیره مېرمن کرن ډیکر هم ملتیا کوي، پرون په نوي ډيلي کې د هندوستان چارواکو او دافغانستان د اجراییه ریاست پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله سره پر وروستیو حالاتو خبرې کړې وې.

ویسټ په دې لیدنو کې د افغانانو ترمنځ پر ملي ډیالوګ ټینګار کړی و.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست