لومړى تعقيب- مزارشریف (پژواک، ١٥ لېندۍ ۱۴۰۱): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ګاز او نفتي توکو رياست د کارکوونکو پر موټر چاودنه کې ٨ کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان دي.
دغه چاودنه نن سهار شاوخوا اووه بجې د مزارشريف ښار د درېيمې ناحيې اړوند په سيداباد څلورلاري کې شوې ده.
د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمدآصف وزیري پژواک خبري اژانس ته وويل، نن سهار د ګاز او نفتي توکو رياست د کارکوونکو پر موټر د سړک غاړې ماين چاودنه کړې ده.
ده وويل چې په دې چاودنه کې ٧ کسان وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.
خو د بلخ عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيبالله توانا پژواک ته وويل چې له يادې پېښې اته جسدونه او نهه ټپيان د دغه ولايت حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د يادې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.
Views: 242
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن