لومړى تعقيب-جلالاباد (پژواک، ١٥ لېندۍ ١۴٠١): د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار د صرافۍ په مارکېټ کې دننه چاودنه شوې چې له امله يې نهه کسان ټپيان شوي دي.
په سيمه کې يو شمېر کسان وايي چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د جلالاباد ښار د تالاشۍ څلورلارې د صرافۍ په مارکېټ کې دننه د پېسو د بولۍ په ځاى کې شوې ده.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري نورمحمد حنيف هم پژواک ته وويل چې دغه چاودنه د جلالاباد ښار د صرافۍ په مارکېټ کې شوې ده.
ده وويل، په ياده پېښه کې شپږ کسان ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP