منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۱۶ غ.و
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د جلال‌اباد ښار صرافۍ مارکېټ کې چاودنه شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۴۰ کتنې · تازه شوی

لومړى تعقيب-جلال‌اباد (پژواک، ١٥ لېندۍ ١۴٠١): د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار د صرافۍ په مارکېټ کې دننه چاودنه شوې چې له امله يې نهه کسان ټپيان شوي دي.

په سيمه کې يو شمېر کسان وايي چې دغه چاودنه نن له غرمې وروسته د جلال‌اباد ښار د تالاشۍ څلورلارې د صرافۍ په مارکېټ کې دننه د پېسو د بولۍ په ځاى کې شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رییس قاري نورمحمد حنيف هم پژواک ته وويل چې دغه چاودنه د جلال‌اباد ښار د صرافۍ په مارکېټ کې شوې ده.

ده وويل، په ياده پېښه کې شپږ کسان ټپيان شوي چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، امنيتي مسئوولينو د پېښې څرنګوالي او مجرمينو نيولو په موخه هڅې پيل کړې دي.

دغه‌راز د ننګرهار حوزوي روغتون يوه نوکريوال ډاکټر د نوم نه خپرولو په شرط پژواک خبري اژانس ته وويل، له يادې چاودنې تر اوسه نهه ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د يادونې ده، نن سهار د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې هم د يوې چاودنې له امله اته کسان وژل شوي او نهه نور ټپيان شوي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه