ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

یونیسف: راتلونکی کال به افغانستان کې ۶۰۰ زره ماشومان په ۲۰ زره سیمه‌ییزو ټولګیو کې شامل شي

یونیسف: راتلونکی کال به افغانستان کې ۶۰۰ زره ماشومان په ۲۰ زره سیمه‌ییزو ټولګیو کې شامل شي

author avatar
9 Dec 2022 - 11:21
یونیسف: راتلونکی کال به افغانستان کې ۶۰۰ زره ماشومان په ۲۰ زره سیمه‌ییزو ټولګیو کې شامل شي
author avatar
9 Dec 2022 - 11:21

کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF وایي، په راتلونکي ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د زده‌کړو فرصتونه پراخوي او د دغه هېواد سلګونه زره ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابروي.

یادې ادارې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، په دغه کال کې په ټول افغانستان کې د زده‌کړو فرصتونه پراخوي چې شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان به د زده‌کړو په ۲۰ زره سیمه‌ییزو ټولګیو کې شامل شي.

سرچینې زیاته کړې، ماشومانو ته د زده‌کړو خوندي او غوره چاپېریال برابرولو په موخه نور ټولګي ترمیم او جوړوي.

یونیسف د روان لمریز کال د لړم میاشتې په ۶مه په یوه ټویټ کې ویلي وو چې ډنمارک افغان ماشومانو ته د زده‌کړو سیمه‌ییزو ټولګیو جوړولو په موخه ۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.

سرچینه زیاتوي، دغه پیسې به په افغانستان کې ماشومانو ته د زده‌کړو سیمه‌ییزو ټولګیو پر جوړولو ولګول شي.

په وروستیو کلونو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په هغو سیمو کې هلکانو او نجونو ته د زده‌کړو سیمه‌ییز ټولګي جوړ کړي چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.

Visits: 90

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.