کابل (پژواک، ۱۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق/ UNICEF وایي، په راتلونکي ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې په افغانستان کې د زدهکړو فرصتونه پراخوي او د دغه هېواد سلګونه زره ماشومانو ته د زدهکړو زمینه برابروي.
یادې ادارې په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي، په دغه کال کې په ټول افغانستان کې د زدهکړو فرصتونه پراخوي چې شاوخوا ۶۰۰ زره ماشومان به د زدهکړو په ۲۰ زره سیمهییزو ټولګیو کې شامل شي.
سرچینې زیاته کړې، ماشومانو ته د زدهکړو خوندي او غوره چاپېریال برابرولو په موخه نور ټولګي ترمیم او جوړوي.
یونیسف د روان لمریز کال د لړم میاشتې په ۶مه په یوه ټویټ کې ویلي وو چې ډنمارک افغان ماشومانو ته د زدهکړو سیمهییزو ټولګیو جوړولو په موخه ۵ میلیون ډالر مرسته کړې ده.
سرچینه زیاتوي، دغه پیسې به په افغانستان کې ماشومانو ته د زدهکړو سیمهییزو ټولګیو پر جوړولو ولګول شي.
په وروستیو کلونو کې د هېواد د بېلابېلو ولایتونو په هغو سیمو کې هلکانو او نجونو ته د زدهکړو سیمهییز ټولګي جوړ کړي چې ښوونځیو ته لاسرسی نه لري.
Visits: 90
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن