پژواک (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): په ميدان وردګو او اروزګان کې له ۲۶۴۲ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو، زابل او فراه کې له ۱۶۵۹ کورنيو سره د نغدو پيسو، فراه کې له ۵۸۸ بېوزلو ښځو سره د هګيو چرګو او کابل کې له ۱۰۰ اړو کورنيو سره د لمريزې برېښنا تختو مرسته وشوه.
د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP) له خوا د دغه ولایت په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې له دوه زره ۱۹۲ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوه.
سرچینه وایي، هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۳.۶۵ ليټره غوړي، ۱۸.۷۵ کیلوګرامه دال او ۱،۵ کیلوګرامه مالګه ورکړل شوه.
همدارنګه، د اروزګان د سرې میاشتې ریاست له لوري له ۴۵۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP