منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۵۶ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

شپږو ولایتونو کې له زرګونو کورنیو سره نغدي او د بېلابېلو توکو او وسایلو مرسته وشوه

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۸۴ کتنې · تازه شوی

پژواک (پژواک، ۱۹ لېندۍ ۱۴۰۱): په ميدان وردګو او اروزګان کې له ۲۶۴۲ اړو کورنيو سره د خوراکي توکو، زابل او فراه کې له ۱۶۵۹ کورنيو سره د نغدو پيسو، فراه کې له ۵۸۸ بېوزلو ښځو سره د هګيو چرګو او کابل کې له ۱۰۰ اړو کورنيو سره د لمريزې برېښنا تختو مرسته وشوه.

د میدان وردګو ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، نن د خوړو نړۍوال پروګرام (WFP)  له خوا د دغه ولایت په لومړۍ حصه بهسود ولسوالۍ کې له دوه زره ۱۹۲ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوه.

سرچینه وایي، هرې کورنۍ ته ۱۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۱۳.۶۵ ليټره غوړي، ۱۸.۷۵ کیلوګرامه دال او ۱،۵ کیلوګرامه مالګه ورکړل شوه.

همدارنګه، د اروزګان د سرې میاشتې ریاست له لوري له ۴۵۰ اړو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.

د سرې میاشتې رییس نصیرالحق حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ۴۵۰ اړې کورنۍ د مرکز ترینکوټ او پنځو ولسوالیو چورې، دهراوود، ګیزاب، خاص اروزګان او چارچینو اوسېدونکې دي چې موده مخکې د یوې سروې په پایله کې مستحقې پېژندل شوې وې.

هغه زیاته کړه، هرې کورنۍ ته ۲۰۰ کیلوګرامه اوړه، ۲۵ کیلوګرامه وریجې، ۵ کیلوګرامه بوره او ۱ کیلوګرام چای ورکړل شول.

دغه‌راز، په زابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ/ UNHCR له لوري له ۵۰۰ سېلاب‌ځپلو او اړو کورنیو سره د نغدو پیسو مرسته وشوه.

دا کورنۍ د مرکز کلات ترڅنګ د ښار صفا او ارغنداب ولسوالیو اوسېدونکې دي چې کورونه یې څو میاشتې مخکې د سېلابونو له امله زیانمن یا ویجاړ شوي وو.

د زابل د کډوالو چارو ریاست یوه مسوول عبدالرحمن نېکمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له لوري هرې کورنۍ ته ۳۳۰ امریکايي ډالر ورکړل شول چې ټولټال ۱۶۴ زره ۶۷۰ ډالر کېږي.

هغه زیاته کړه، له یادو کورنیو سره د نغدو پیسو ترڅنګ د ژمي لپاره د ترپالونو او شړیو مرسته هم وشوه.

دغه راز د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې د کډوالو چارو ریاست د کډوالو عالي کمیشنرۍ/UNHCR په مالي ملاتړ د ۱۱۵۹ اړمنو او وچکالۍ ځپلو کورنیو سره نغدي مرسته وشوه.

د یادې مرستې د وېش پر مهال د هلمند د کډوالو چارو رییس مولوي الله داد انقیادي پژواک اژانس ته وویل ، دغو مرستو کې د مرکز لښکرګاه ښار په ګډون واشېر، ګرمسېر، نهرسراج، نادعلي، مارجه او نوزاد ولسوالیو هغه کورنۍ شاملي دې چې وچکالۍ او بېوزلي ځپلي دې.

د ده په وینا، هرې کورنۍ ته ۳۳۰ امریکایي ډالر ورکول کېږې.

د یوه بل خبر له مخې، نن په فراه ښار کې د پرمختیایي مرستو موسسې (ORD) له خوا له ۵۸۸ بې‌وزلو ښځو سره د هګیو چرګو مرسته وشوه.

د یادې موسسې ولایتي مسوول انجنیر نصرت‌الله حکمت پژواک خبري اژانس ته وویل، هرې کورنۍ ته ۳۰ د هګیو چرګې، درې بوجۍ دانه، د چرګانو کوټنۍ لپاره درې تيرونه، یوه دروازه، یوه کړکۍ او نور اړین توکي ورکړل شوي دي.

له بلې خوا، د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ په مالي ملاتړ د کابل ښار نولسمې ناحیې پر اړو اوسېدونکو د لمریزې برېښنايي تختې ووېشل شوې.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه