کابل (پژواک، ۲۰ لېندۍ ۱۴۰۱): د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزات مسوولین وایي، په کابل کې د دغه وزارت اړوند د رحمن بابا، خوشحال خان او پیر محمد کاکړ له لېسو ۵۱۴ زدهکوونکي فارغ شول.
په دغه تړاو جوړه شوې غونډه کې د قبایلو چارو وزارت مسلکي مرستیال عبدالرحمن حقاني وویل چې په کابل کې د دغه وزارت اړندو له درېیو لېسو څخه ۵۱۴ کسان نن فارع شول.
هغه زیاته کړه، په دغو درېیو لېسو کې اوسمهال شاوخوا ۳۱۵۰ کسان پر زدهکړو بوخت دي او ۵۵۷ ښوونکي او نور پرسونل لري.
نوموړی وایي، د سرحدونو چارو وزارت په کابل، هرات، کندهار، ننګرهار، خوست او غزني ولایتونو کې لس لېسې لري چې درې یې یوازې کوچیانو ته ځانګړې شوې دي.
د هغه په خبره، په دغو لېسو کې د هېواد له لرې سیمو څخه راغلي زدهکوونکي زدهکړې کوي.
په دغه غونډه کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو سرپرست وزیر مولوي نورالله نوري وویل چې د یوه نظام جوړښت او پرمختګ لپاره زدهکړو او کادرونو ته اړتیا شته.
هغه زیاته کړه، «نظام یوازې د ملا او طالب نه دی، په نظام کې هرې برخې ته ضروت شته او نظام که موږ جوړو نو ټولو اراکینو ته په کې ضروت شته.»
دی وایي، په هېواد کې به کادرونه روزي او امکانات به ورته برابروي او له نوو فارغانو څخه یې غوښتنه وکړه چې خپلو زدهکړو ته دې دوام ورکړي.
هغه وویل: «که طالب محصل ته په دې نظر ګوري چې زموږ ترمنځ فاصله ده او که محصل طالب ته، نو د دواړو نظرونه مردود دي؛ موږ باید دا فاصله له منځه یوسو.»
په یاده غونډه کې د رحمن بابا لېسې امر مولوي عزیز احمد اخندزاده وویل، سږ کال د دې لېسې د ۲۹۰ فارغانو له ډلې ۲۸۰ یې په کانکور ازموینه کې بریالي شوي او لوړو زدهکړو ته یې لار پیدا کړې ده.
هغه زیاته کړه، د دې لېسې د پرمختګ لپاره به نورې هڅې هم وکړي.
دغه راز د رحمن بابا لېسې یوه فارع سید حکیم پژواک ته وویل، خوشحاله دی چې نن فارع شو او له مسوولینو یې غوښتنه وکړه چې دې لېسو ته دې پام زیات کړي.
Views: 36
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن