ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دایکنډي اوسېدونکي د منظم ترانسپورټ نشتوالي له امله شکایت لري

د دایکنډي اوسېدونکي د منظم ترانسپورټ نشتوالي له امله شکایت لري

author avatar
12 Dec 2022 - 13:53
د دایکنډي اوسېدونکي د منظم ترانسپورټ نشتوالي له امله شکایت لري
author avatar
12 Dec 2022 - 13:53

نیلي (پژواک، ۲۱ لېندۍ ۱۴۰۱): د دایکنډي ولایت د ځینو ولسوالیو اوسېدونکي وايي، د تګ راتګ لپاره د منظم ترانسپورټ نشتوالي له امله له جدي ستونزو سره مخ دي.

هغوی زیاتوي، د ژمي په رارسېدو سره په دغه ولایت کې ترانسپورټي ستونزې څو برابره ډېريږی چې له امله یې ناروغان روغتیایي مرکزونو ته پر وخت نه شي رسېدلی او ژوند له لاسه ورکوي.

د دایکنډي د سنګ‌تخت بندر ولسوالۍ یوه اوسېدنکي قدرت پژواک خبري اژانس ته وویل، کله چې غواړي یو ځای ته سفر وکړي، له جدي ستونزو سره مخ کېږي؛ ځکه ډېری وخت موټر نه پیدا کېږي او یا هم څو ورځې د موټر سپرلیو پوره کېدو ته انتظار باسي.

د هغه په وینا، دا چاره ډېر کله د دې لامل کېږي چې خلک له خپلو تنظیم کړو پروګرامونو او کارونو څخه شاته پاتې شي.

هغه زیاته کړه: «په ژمي کې ستونزي تر اخري حده ډېرېږي؛ خلک یوه اونۍ هم په سیمه کې پاتې کېږي، د سفر کولو امکان نشته، هغه کسان چې عاجل کار لري، خپل کار ته نه شي رسېدلای، په ځانګړې توګه ناروغان؛ ځکه لارې بندېږي او ډېری وخت خپل ژوند له لاسه ورکوي.»

نوموړی له حکومته غواړي چې یو منظم ترانسپورټی سیسټم جوړ کړي څو هغو سیمو ته چې د خلکو تګ راتګ ډېر دی د ورځې یو یا دوه موټر تنظیم کړي.

د پاتو ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احسان پژواک خبري اژانس ته وویل، د منظم ترانسپورټي سیستم نه شتون تر ټولو جدي ستونزه ده چې له کلونو راهیسې خلک ورسره مخ دي.

هغه زیاته کړه، که څه هم له پاتو څخه تر نیلي پورې واټن لږ دی، خو منظمې نمایندګۍ نشته او ډېری وخت باید د موټر ټول مسافرین له یوې سیمې پوره وي څو موټر حرکت وکړي.

نوموړي زیاته کړه چې د لارو خرابوالي له امله د موټرو کرایه هم ډېره لوړه ده.

بلخوا، هغه وایي چې د دغو ستونزو له امله ژمي پرته نور وختونه ډېری خلک د امکان په صورت کې پر موټرسايکل تګ راتګ کوي.

دغه‌راز، په دایکنډي کې یو موټرچلوونکی اصف همدرد چې  ۱۰ کاله کېږي د دغه ولایت په ولسوالیو کې موټر چلوي، وايي چې دغه ستونزې د یاد ولایت په ټولو سیمو کې شته دي.

د هغه په وینا، په دایکنډي کې د اوسېدو سیمې خورې ورې پرتې دي، یوازې فلاینکوچ موټر د مسافرینو د لېږد لپاره کار کوي او مسافرین هم په سختي پیدا کېږي.

هغه زیاته کړه: «لارې خرابې دي، ځیني وخت زموږ موټر نه ډکیږي، تېل قېمته دي، نو له کرایې موږ ته څه نه پاتې کېږي.»

دغه‌راز، د دايکنډي د ځمکني ترانسپورټ مديريت مسوولين وايي چې د ولسواليو د ترانسپورټ چارې په بشپړ ډول څاري او د نرخونو په ټاکلو او نورو چارو کې د ولسواليو د ترانسپورټ له استازو سره همغږي دي.

د ځمکني ترانسپورټ ادارې مدير جماالدین ارشاد پژواک ته وویل، په ټولو ولسوالیو کې د نیلي استازولۍ شته خو ځیني وخت د مسافرو نشتوالي او يا د سړکونو خرابوالي له امله تګ راتګ منظم نه وي.

هغه زیاته کړه، د اړتیا له مخې کله چې د یوه موټر مسافرین پوره شي، موټر حرکت کوي خو د ځینو ولسوالیو لپاره دا کار ډېر وخت نیسي.

Visits: 20

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.