نیلي (پژواک، ۲۲ لېندۍ ۱۴۰۱): د دایکنډي عامې روغتیا ریاست د دغه ولایت په مرکز نیلي کې د فعالیت جواز نه لرلو له امله د ۱۶ خصوصي روغتیايي مرکزونو تړلو خبر ورکوي.
دغه ریاست پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، یادو روغتیايي مرکزونو جوازونه نه درلودل او په خپلسر یې فعالیت کاوه.
سرچینې ویلي: «له ۷۰ خصوصي روغتیايي مرکزونو او درملتونونو څخه د څارنې پرمهال، ۱۲ درملتونونه، دوه لابراتوارونه، یوه د غاښونو کتنځی او یو د حجامت مرکز د فعالیت جواز نه لرلو له امله تړل شوي دي.»
په خبرپاڼه کې زیاته شوې، د څارنې په ترڅ کې د یو ټن په اندازه ۹۴ قلمه تاریختېر او غیرمجاز درمل هم راټول شوي دي.
Views: 7