ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان دفاع وزارت: دوې نورې الوتکې هم فعالې شوې

د افغانستان دفاع وزارت: دوې نورې الوتکې هم فعالې شوې

author avatar
18 Dec 2022 - 10:36
د افغانستان دفاع وزارت: دوې نورې الوتکې هم فعالې شوې
author avatar
18 Dec 2022 - 10:36

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان ملي دفاع وزارت وایي، د هوایي ځواک انجنیرانو او تخنیکرانو په هڅو یوه «ایم ای- ۳۵» او یوه «سي – ۲۰۸» ډوله الوتکې ترمیم او فعالې شوې دي.

د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې د یادو څرګندونو ترڅنګ راغلي چې د دغه وزارت د انجنیرانو او تخنیکرانو له لوري د نورو ویجاړو شوو او غیرفعالو الوتکو د ترمیم او فعالولو بهیر هم روان دی.

 د افغانستان د ملي دفاع وزارت د لېندۍ په اوومه ويلي وو چې د ياد وزارت د هوايي ځواک په هڅو په تېر څه باندې یوه کال کې شاوخوا ۶۰ ثابتې وزرلرونکې او متحرکې وزرلرونکې الوتکې ترمیم او فعالې شوې دي.

د راپورونو له مخې، تېر کال په زمري میاشت کې امریکایي ځواکونو له افغانستانه د وتلو پرمهال یو شمېر الوتکې تخریب او غېرفعالې کړې وې.

د راپورونو پر اساس، دغو ځواکونو ۷۳ الوتکې او چورلکې په افغانستان کې پرېښودې؛ خو د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال کینیټ مکینزي هغه مهال ویلي و چې د دې ټولو کارول ناشوني شوي او دا الوتکې به بيا الوتنه ونه کړي.

Views: 128

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.