ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

برېښنا شرکت وايي، خپل څه باندې یو میلیارد افغانۍ پور یې راټول کړی

برېښنا شرکت وايي، خپل څه باندې یو میلیارد افغانۍ پور یې راټول کړی

author avatar
18 Dec 2022 - 15:45
برېښنا شرکت وايي، خپل څه باندې یو میلیارد افغانۍ پور یې راټول کړی
author avatar
18 Dec 2022 - 15:45

کابل (پژواک، ۲۷ لېندۍ ۱۴۰۱): برېښنا شرکت وايي، څه باندې یو میلیارد افغانۍ پورونه یې له دولتي بنسټونو او له اویا میلیون افغانیو ډېر پورونه یې د تېر حکومت له سیاستوالو او چارواکو راټول کړي دي.

د برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي نن (د لېندۍ ۲۷مه) پژواک خبري اژانس ته وویل: «د افغانستان برېښنا شرکت په شاوخوا درېیو میاشتو کې یو عشاریه یو میلیارد افغانۍ پورونه له دولتي دفترونو او له اویا تر پنځه اویا میلیون افغانیو خپل نور پورونه یې له سیاستوالو، د تېر حکومت له چارواکو او مخکنیو پوروړو راټول کړي دي.»

هغه زیاته کړه، دولتي ادارو او تصدیو چې پوروړې وې، ۵۵۴ میلیون، ۵۹۵ زره او ۴۹۸ افغانۍ یې د افغانستان برېښنا شرکت ته سپارلې دي.

د هغه په وینا، تر اوسه د مالیې وزارت له لارې یو میلیارد، ۱۲۹ میلیون او ۶۹۳ زره او ۹۲۵ افغانۍ برېښنا شرکت ته سپارل شوې دي.

خو نوموړي په دې اړه چې ایا د افغانستان برېښنا شرکت له دولتي ادارو او نورو پېرودونکو خپل ټول پورونه ترلاسه کړي او که لا هم پرې پاتې دي؟ معلومات ورنه کړل.

دا په داسې حال کې ده چې د دغه شرکت ویاند حکمت الله میوندي د تلې په ۲۵مه د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې په یوه خبري غونډه کې ویلي وو چې له مخکنیو سیاستوالو او زورواکو د برېښنا پورونو ټولولو ځانګړي میکانیزم په پلي کېدو سره یې ۳۲۹ پوروړي په نښه کړي او له دغه مردکه یې څه باندې ۶۸۱ میلیون افغانۍ راټولې کړې دي.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.