ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سالنګ تونل اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي

د سالنګ تونل اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي

author avatar
19 Dec 2022 - 14:16
د سالنګ تونل اورلګېدنه کې لږ تر لږه ۳۱ کسان مړه او ۳۷ نور ټپیان شوي
author avatar
19 Dec 2022 - 14:16

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د عامې روغتیا وزارت وايي، روغتيايي ډلو په سالنګ کې د اورلګېدنې له پېښې تر اوسه ۳۷ ټپيان روغتيايي مرکزونو ته لېږدولي او ۳۱ «شهيدان» د پېښې له سيمې ايستل شوي، خو دغه شمېرې وروستۍ نه دي.

د چارواکو په وینا، د سالنګ تونل کې – چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي- وړم ماښام يو ټانکر چې سون‌توکي په کې بار وو، د تخنيکي ستونزې له امله چپه شو او اور یې واخیست. سرچینې وایي چې په دې پېښه کې د مرګ‌ژوبلې ترڅنګ څو موټر هم سوځېدلي دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند ډاکټر شرافت زمان پر خپل ټويټر ليکلي: «د سالنګ پیښې له ځایه زموږ روغتيايي ټيمونو تر اوسه ۳۷ ټپيان روغتيايي مراکزو ته انتقال کړي او ۳۱ شهيدان د پېښې له سيمې ايستل شوي، هېره دې نه وي چې ياد ارقام لا نهايي نه دي.»

هغه زياتوي، په سالنګ کې روغتيايي ټيمونه لا هم شتون لري، د شپې نور جسدونه هم را ايستل شوي او د ټولو معلوماتو له راټولېدو وروسته به وروستي جزئیات هم خپاره کړي.

زمان وايي: «اميد دی چې حالت نورمال شي، خو لا هم د شهيدانو ارقام دقیق نه دي ... د نورو اداراتو ملګري هم په خپلو کارونو او هڅو بوخت دي.»

دغه راز، د ټولګټو چارو وزارت په خپره شوې اطلاعيه کې راغلي چې د ياد وزارت کارکوونکو په هڅو اور کابو شوی خو د اورلګېدنې پاتې‌شونو پاکولو کار جریان لري.

سرچينه زياتوي: «تر اوسه دغه لویه لار د ترافیکو پر مخ بنده ده، ټولګټو وزارت له ټولو درنو هېوادولو هیله کوي چې د دغه وزارت تر بیا خبرتیا پورې دې پر دغه مسیر له تګ راتګه ډډه وکړي.»

د ملي دفاع وزارت هم تېره ورځ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي وو چې د سالنګ تونل کې د تېلو ټانکر اورلګېدنې پېښې د قربانیانو او ټپیانو د لېږد په موخه د بېړنۍ درملنې لپاره طبي ټیمونه او لومړنۍ مرستې له پوځي چورلکو سره یو ځای سیمې ته استولي دي.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.