کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د ازادو رسنیو ملاتړ اداره، په داسې حال کې په کندهار کې د سیمهییز خبریال محمدنصیر میرزایي د مرګ په اړه د څېړنو غوښتنه کوي چې سیمهییزو چارواکو دغه پېښه ځانوژنه او لامل یې کورنۍ ستونزې بللې دي.
د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ځوان محمدنصیر نومېده او د کورنیو ستونزو له امله یې تېره ورځ سهار شاوخوا نهه بجې د کندهار یوولسمې حوزې اړوند په عینو مېنه کې په خپل کور کې ځان ویشتلی او وژلی دی.
هغه ویلي چې په دې اړه نورې څېړنې روانې دي او پایلې به یې وروسته معلومې شي.
د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) د کندهار له سیمهییزو چارواکو غوښتي چې د نصیر میرزايي «د وژل کېدو» په اړه لازمې څېړنې وکړي او پایلې یې له ځنډ پرته شریکې کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP