منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۹:۴۸ غ.م
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نی کندهار کې د سیمه‌ییز خبریال نصیر میرزایي د مرګ په اړه د څېړنو غوښتنه کوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۷۶ کتنې

کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د ازادو رسنیو ملاتړ اداره، په داسې حال کې په کندهار کې د سیمه‌ییز خبریال محمدنصیر میرزایي د مرګ په اړه د څېړنو غوښتنه کوي چې سیمه‌ییزو چارواکو دغه پېښه ځان‌وژنه او لامل یې کورنۍ ستونزې بللې دي.

د کندهار د والي ویاند حاجي زید پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه ځوان محمدنصیر نومېده او  د کورنیو ستونزو له امله یې تېره ورځ سهار شاوخوا نهه بجې د کندهار یوولسمې حوزې اړوند په عینو مېنه کې په خپل کور کې ځان ویشتلی او وژلی دی.

هغه ویلي چې په دې اړه نورې څېړنې روانې دي او پایلې به یې وروسته معلومې شي.

د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې (نی) د کندهار له سیمه‌ییزو چارواکو غوښتي چې د نصیر میرزايي «د وژل کېدو» په اړه لازمې څېړنې وکړي او پایلې یې له ځنډ پرته شریکې کړي.

نی دغه راز لیکلي، د میرزايي د مړینې علت روښانه کولو لپاره عدلي طب او اړوند بنسټونو ته اړتیا ده چې د دې موضوع په تړاو د خپلو څېړنو پایلې په رسمي توګه اعلان کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور