کابل (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): د ملګرو ملتونو په امنيت شورا کې د افغانستان په اړه د دغه سازمان د سرمنشي پر راپور بحث کېږي.
د يوناما له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د وضعیت او په دغه هېواد کې د ملګرو ملتونو د فعالیتونو په اړه، د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوتریش وروستی درې میاشتنی راپور اوس په لاس کې دی.
سرچينه زياتوي، ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ډسمبر په ۲۰مه د نیویارک پر وخت ۱۰:۰۰ بجې (د کابل په سیمهییز وخت ۱۹:۳۰) د راپور په اړه بحث وکړي.
سرچينه کاږي، په دې ناسته کې به افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اوتونبایوا خپلې څرګندونې وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP