[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲۸ لیندۍ ۱۴۰۱): د سپین بولدک - چمن پر امنیتي ستونزه د خبرو اترو په موخه د پاکستاني علماوو او سوداګرو یو پلاوی کندهار ته روان شوی دی.
د پاکستان جیو ټلوېزیون د لېندۍ په ۲۸مه خبر ورکړی چې په یاد ۱۶ کسیز پلاوي کې ملایان، قومي مشران، او سوداګر شامل دي.
سرچینې زیاته کړې چې دغه پلاوی به په کندهار کې له ځایي چارواکو سره د چمن- سپین بولدک سیمه کې د رامنځته شوې امنیتي ستونزې پر هواري خبرې وکړي.
د دغه پلاوي یوه غړي مفتي قاسم ویلي چې دوی د سولې او دوستۍ له پیغام سره ځي او له کابله یې د مثبت غبرګون هیله څرګنده کړې ده.
هغه زیاته کړې چې په نښتو کې د عامو وګړو په نښه کول د هیچا په ګټه نه دي.
د افغانستان دفاع وزارت تېره اونۍ ویلي وو، پاکستاني ځواکونو د سپین بولدک - چمن پر صفري نقطې یو ځل بیا ډزې کړې او ملکي وګړو ته یې مرګژوبله اړولې ده.
بلخوا د پاکستان پوځ بیا ادعا کړې وه، ډزې لومړی له افغان لوري شوې وې چې دوی یې سخت ځواب ورکړی دی.
دوی ویلي، د افغان لوري په ډزو کې یو کس وژل شوی او ۱۵ نور ټپیان شوي دي.
بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یادې پېښې په غبرګون کې په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت شارژدافیر احضار کړی و.
سرچینې زیاته کړې، دوی د افغانستان شارژدافیر ته خپل اعتراضلیک وسپاره.
د سپين بولدک ولسوالۍ یوه اوسېدونکي جاوېد خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د دې ولسوالۍ په «شېرو اوبو» سیمه کې طالبانو امنیتي پوسته جوړوله چې له پاکستاني لوري پرې ډزې وشوې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP