Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د سیاسي لیدنو کتنو دوام؛ حامد کرزي د ترکیې بهرنیو چارو له وزیر سره کتلي

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۸ لېندۍ ۱۴۰۱): پخواني ولسمشر حامد کرزي د خپلو سیاسي لیدنو کتنو په دوام کې د ترکیې بهرنیو چارو له وزیر مولود چاوش اوغلو سره لیدلي دي.

اوغلو د لېندۍ په ۲۸مه په خپل ټویټرپاڼه کې له حامد کرزي سره د خپلې لیدنې انځور خپور کړی او ویلي يې دي چې له افغانانو سره به یې یووالی او په افغانستان کې د ثبات لپاره به یې همکاري دوام ولري.

په دغه انځور کې د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ضراراحمد  مقبل او د حامد کرزي ولسمشرۍ پر مهال د هغه د دفتر رییس کریم خرم هم لیدل کېږي.

د دې لیدنې نور جزئیات نه دي خپاره شوي او نه هم پخواني ولسمشر په خپله ټویټرپاڼه کې د دې لیدنو کتنو په اړه څه خپاره کړي.

تېر کال د جمهوریت له سقوط وروسته پخوانی ولسمشر حامد کرزی په کابل کې پاتې شو، خو وروسته سرپرست حکومت هغه ته د بهر د تګ اجازه نه ورکوله چې په دې اړه کرزي هم په خپلو مرکو کې یادونه کړې وه.

خو شاوخوا دوه اونۍ مخکې هغه ته اجازه ورکړل شوه چې جرمني ته د درملنې لپاره ولاړ شي، خو هغه لومړی په متحده عربي اماراتو کې د امریکا له ځانګړي استازي او یو شمېر نورو افغان سیاسیونو سره ولیدل.

دغه راز هغه د جرمني په برلین ښار کې د عدلیې له پخواني وزیر فضل‌احمد معنوي، پخواني چارواکي ډاکتر صادق مدبر او ځینو نورو سیاسیونو سره له لیدنو وروسته ترکیې ته رسېدلی او هلته یې سیاسي لیدنې کتنې پیل کړې دي.

دغه راز پخواني ولسمشر حامد کرزي په ترکیه کې له محمد محقق او محمدکريم خلیلي سره هم د هېواد پر روانو مسایلو خبرې کړې دي.

د افغانستان اسلامي وحدت ګوند مشر محمدکریم خلیلي په خپله ټويټرپاڼه کې لیکلي چې د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره یې کتلي او خبرې یې ورسره کړې دي.

هغه زیاتوي، په دې لیدنه کې چې استانبول ته د کرزي د سفر په ترڅ کې ترسره شوې، د مهمو سیاسي مسایلو په اړه بحث شوی او د افغانستان وضعیت په اړه ویل شوي چې د دې ستونزې یوازېنۍ حل‌لاره د افغانانو ترمنځ خبرې اترې دي.

دغه‌راز، د افغانستان اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق هم په خپله ټویټرپاڼه کې لیکلي چې له حامد کرزي سره یې د په ترکیه کې د هېواد پر روانو مسایلو خبرې کړې دي.

د پخواني اجرائیه ریاست مرستیال ډاکټر بابر فرهمند هم په ټویټرپاڼه کې لیکلي چې په ترکیه کې یې له حامد کرزي سره لیدلي دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.