ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوهنې رياست: ننګرهار کې ۱۴٨ ښوونځي ودانۍ نه لري

پوهنې رياست: ننګرهار کې ۱۴٨ ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
20 Dec 2022 - 11:58
پوهنې رياست: ننګرهار کې ۱۴٨ ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
20 Dec 2022 - 11:58

جلال‌اباد (پژواک، ٢٩ لېندۍ ۱۴۰۱): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، په دغه ولايت کې ۱۴۸ ښوونځي ودانۍ، ۳۵۰ د احاطې ديوالونه او د ۲۲۱ ښوونځيو زده‌کوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د پوهنې رياست چارواکي وايي، که څه هم تر ۹۰ سلنه د ښوونکو د کمښت ستونزه حل شوې خو لا هم زده‌کوونکي په بشپړه توګه کتابونو ته لاسرسی نه لري.

بلخوا، د ننګرهار ولايت اوسېدونکي غوښتنه کوي چې پوهنې رياست دې د ښوونځيو ودانيو نشتوالي، د کتابونو کمښت او نورو ستونزو حل برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي.

د ننګرهار ولايت د اچين ولسوالۍ د مومندو سيمې يوه اوسېدونکي خدای‌نور پژواک اژانس ته وويل، د دغې ولسوالۍ ګڼ ښوونځي په تېرو جګړو کې تخريب شوي چې اوس يې زده‌کوونکي تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کوي.

هغه وايي: «که باران شي هم شاګردان رخصت وي، ځکه سرپناه نشته، که لمر هم تېز شي، که باد سيلۍ وي، بل که په لاره هم څوک تېرېږي نو زده‌کوونکي ټول هماغه خوا ګوري، درسونه ترې پاتې وي.»

هغه غوښتنه کوي چې د پوهنې رياست بايد د ښوونځيو د ودانيو، کتابونو او نورو برخو کې د زده‌کوونکو ستونزې حل کړي.

دغه‌راز، د ننګرهار مرکز جلال‌اباد ښار د لومړۍ ناحيې اړوند د اميداباد ښوونځی ودانۍ نه لري او زده‌کوونکي يې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د دغه ښوونځي يوه زده‌کوونکي د نوم نه یادولو په شرط وويل، پوهنې رياست بايد دغه ښوونځي ته ودانۍ جوړه کړي؛ ځکه دوی اوس په خېمو کې زده‌کړو ته ناست وي.

بلخوا، د ننګرهار د پوهنې رياست مسوولين مني چې لا هم د دغه ولايت ۱۴۸ ښوونځي سرپناه، ۳۵۰ نور د احاطې ديوالونه نه لري او د ۲۲۱ ښوونځيو زده‌کوونکي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د پوهنې رييس مفتي حبيب حضرت حقاني وايي، اوسمهال په ټول ننګرهار کې د نجونو په ګډون څه باندې اته سوه زره برحاله زده‌کوونکي د پوهنې رياست په چوکاټ کې زده‌کړې کوي.

هغه زياته کړه، د ښوونکو د کموالی ستونزه د ۴۰۰۰ نوو ښوونکو او اداري کارکوونکو په ګومارنې سره ۹۰ سلنه حل شوې ده.

نوموړي وويل: «اوسمهال په ننګرهار کې ۹۰۵ بابه ښوونځي لرو چې له يادې جملې څخه ۲۶۸ بابه لېسې، ۱۶۰ بابه متوسطې او پاتې يې لومړني ښوونځي دي چې په ټولو مکتبونو کې څه دپاسه اته سوه زره زده‌کوونکي برحال د معارف په چوکاټ کې شتون لري چې د ۲۱زره په شاوخوا کې ښوونکو او اداري کارکوونکو له لوري ورته تدريسي چارې په منظم ډول پرمخ وړل کېږي.»

د پوهنې رييس وايي، که څه هم د کتابونو کمښت ستونزه تر يوه بریده حل شوې خو لا هم زده‌کوونکي ځينو کتابونو ته لاسرسی نه لري چې له پوهنې وزارت سره يې دغه ستونزه شريکه کړې ده.

هغه دا هم وويل: «په ټول ننګرهار کې ۱۴۸ بابه ښوونځي مو ودانۍ نه لري، ۳۵۰ بابه ښوونځي د احاطې دېوالونه نه لري، همداشان ۱۹۱ بابه ښوونځي مو نور واړه واړه مشکلات لري، ۲۲۱ بابه ښوونځيو زده‌کوونکي مو د پاکو اوبو د کموالي او نشتوالي له ستونزې سره لاس او ګرېوان دي.»

د نوموړي په وينا، دا ټولې ستونزې پوهنې وزارت ته د حل په موخه پيشنهاد شوې چې د حل ډاډ يې هم ورکړل شوى دى.

Visits: 54

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.