[restrict paid="true"]
ګردېز، پلخمري (پژواک، ۳۰ لېندۍ ۱۴۰۱): په پکتيا او بغلان ولایتونو کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله ۱۶ کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د پکتیا ولایت له امنیې قوماندانۍ څخه د لېندۍ په ۳۰مه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه پېښه نن ماښام د ګردېز ـ خوست لویېلارې په اوږدو کې د ګردې څېړۍ ولسوالۍ په مربوطاتو کې رامنځته شوې.
خبرپاڼه زياتوي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د ملکي وګړو بکسه موټر د سرک غاړې له استنادي دیوال سره ټکر وکړ.
سرچينه وايي، په دې پېښه کې ۳ کسان مړه او نهه نور ټپیان شوي چې په قربانيانو کې ښځې، ماشومان او لويان شامل دي او اوسمهال د پکتيا حوزوي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د يادولو ده، د ګردېز _خوست پر لويهلاره چې ټوله غرنى سيمه ده، وخت ناوخته دا ډول ترافيکي پېښې رامنځته کېږي.
د یو بل خبر له مخې، په بغلان ولایت کې هم د ترافیکي پېښې له امله څلورو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده،.
د بغلان د ترافیکو مدیر قاري نذیرالله عبادي پژواک اژانس ته وویل، دا پېښه نن غرمه مهال د مرکزي بغلان ولسوالۍ زاړه ښار ته څېرمه هغه مهال رامنځته شوه چې د موټرسایکل او رېکشا ترمنځ ټکر وشو.
سرچینې زیاته کړه چې په دې پېښه کې یو کس مړ او درې نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان د ترافیکو ریاست او عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په ترافيکي پېښو کې زرګونه افغانانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
پژواک ته د ترافیکو عمومي ریاست له خوا د نوو ورکړل شوو معلوماتو له مخې، د روان کال په تېرو نهو میاشتو کې د هېواد په کچه ۱۳۱۴ ترافیکي پېښې ثبت شوې او له امله یې ۹۳۴ کسان مړه او ۲۰۲۸ نور ټپیان شوي دي.
د ترافیکو ریاست د تېرو دوو کلونو شمېرو ته په کتو تېر کال په ترافیکي پېښو کې هره میاشت په منځني ډول ۲۲۱ کسانو ته مرګژوبله اوښتې، خو روان کال دا شمېره نوره هم لوړه شوې او ترافیکي پېښو هره مياشت په اوسط ډول ۳۲۹ کسانو ته مرګژوبله اړولې ده.
[/restrict]