ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان سرپرست حکومت دوه بندي امریکایي وګړي خوشي کړل

د افغانستان سرپرست حکومت دوه بندي امریکایي وګړي خوشي کړل

author avatar
21 Dec 2022 - 01:25
د افغانستان سرپرست حکومت دوه بندي امریکایي وګړي خوشي کړل
author avatar
21 Dec 2022 - 01:25

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۹ لېندۍ ۱۴۰۱): د افغانستان سرپرست حکومت په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړو له ځنډولو سره هم‌مهاله دوه امریکایي وګړي چې له دوی سره بندیان وو، خوشي کړي دي.

د امریکا غږ انګلیسي څانګې د لېندۍ په ۲۹مه د شپې ناوخته د بهرنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې افغان سرپرست حکومت دغه بندیان د ښه نیت په موخه خوشي کړي دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي: «موږ نن د طالبانو له خوا د ښه نیت څرګندولو یوه بېلګه لرو، هغوی زموږ دوه بندیان خوشي کړي خو دا د بندیانو تبادلې کوم پروګرام نه و او نه هم د دې لپاره پیسې ورکړل شوې دي.»

هغه زیاته کړې چې د ځینو ملحوظاتو له امله دمګړۍ د خوشي شوو امریکایي وګړو په اړه نور جزئیات نه شي ورکولی.

خو امریکایي ټلوېزیون سي اېن اېن خبر ورکړی چې له یو خوشي شوو هغه امریکایي کامره مین دی چې په تېره اګسټ میاشت کې په داسې حال کې ونیول شو چې د القاعده د وژل شوي مشر ایمن الظواهري د کور ویډیو یې جوړوله.

د افغانستان سرپرست حکومت یاد امریکایي وګړي په داسې حال کې خوشي کړي چې هم‌مهاله یې نن د نجونو پر وړاندې د لوړو زده‌کړو دروازې هم وتړلې.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویاند په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، له بده مرغه افغان سرپرست حکومت په دې ورځ چې له موږ سره یې د «ښه نیت» څرګندونه کړې، خو د خپل ولس لپاره یې بیا دا ډول پرېکړه کړې ده.

د هغه په وینا، دا پوښتنه باید له طالبانو  وشي چې په دې ورځ یې ولې دا کار  وکړ.

د یادونې ده، څه موده مخکې د افغان سرپرست حکومت او امریکا ترمنځ د بندیانو تبادله شوې وه؛ امریکا یو مشهور افغان سوداګر چې د نشه يي توکو قاچاق په تور یې په نیویارک کې نیولی و، خوشی کړ او کابل یې په بدل کې یو امریکایي وګړی خوشی کړی و.

[/restrict]

Views: 867

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.