Language

د روغتیا نړۍوال سازمان: افغانستان کې د ګوزڼ او شري واکسین ۱۶ ورځنی کمپاین پای ته ورسېد

کابل (پژواک، ۲ مرغومی ۱۴۰۱): د روغتیا نړیوال سازمان په یوه اعلامیه کې ويلي، په افغانستان کې د ګوزڼ او شري واکسین ۱۶ ورځنی کمپاین بشپړ شو.

یاد سازمان پرون (پنج شنبه) په یوه ټویټ کې ويلي، په افغانستان کې يې په ۱۶ ورځني کمپاین کې له ۹ تر ۵۹ میاشتو عمر لرونکو ۵.۳۶ میلیون ماشومانو ته د شري او۶.۱ میلیون ماشومانو ته د ګوزڼ واکسین تطبیق کړی دی.

د روغتیا نړيوال سازمان په ډاګه کړې چې دغه کمپاین د روان میلادي کال د نومبر له ۲۶ د ډسمبر تر ۱۲ مې تطبیق شوی دی.

د یاد سازمان په وینا، دغه کمپاین د افغانستان د ۳۴ ولایتونو په ۳۲۹ ولسوالیو کې تطبیق شوی دی.

login or register a new account.