Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د ځنګلونو ساتنې لپاره نوی قومي تړون شوی

اسعداباد (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د قومونو تازه تړون له مخې، که هر څوک د ځنګلونو ونې ووهي، د هرې ونې پر سر به دوه زره افغانۍ جریمه ورکوي.

د دې ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي فضل الرحیم نن (د مرغومي ۳مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، موږ له کلونو راهیسې د ولسي تړون او ناغو پر مټ ځنګلونه ساتلي او له دې وروسته هم چا ته اجازه نه ورکوي چې شنې ونې پرې کړي.

ده زیاته کړه، پرون قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې که هر چا د ځنګلونو یوه شنه ونه یا نیالګی پرې کړ، په بدل کې به قوم ۲۰۰۰ افغانۍ جریمه ترې اخلي.

نوموړي وویل: «د ولس د پرېکړې پر اساس، له دې وروسته هيڅوک نه شي کولی چې د ځنګلونو ونې پرې کړي، ان تر دې چې څوک نه پرېږدو له طبیعي ځنګله د سوخت لپاره لرګي یوسي، موږ پرېکړه وکړه چې که هر چا د ځنکله شنه ونه ووهله نو د ناغې په ډول به ولسي شورا ته دوه زره افغانۍ ورکوي.»

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.