اسعداباد (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): د کونړ په شیګل ولسوالۍ کې د قومونو تازه تړون له مخې، که هر څوک د ځنګلونو ونې ووهي، د هرې ونې پر سر به دوه زره افغانۍ جریمه ورکوي.
د دې ولسوالۍ یوه قومي مشر حاجي فضل الرحیم نن (د مرغومي ۳مه) پژواک خبري اژانس ته وويل، موږ له کلونو راهیسې د ولسي تړون او ناغو پر مټ ځنګلونه ساتلي او له دې وروسته هم چا ته اجازه نه ورکوي چې شنې ونې پرې کړي.
ده زیاته کړه، پرون قومي مشرانو پرېکړه وکړه چې که هر چا د ځنګلونو یوه شنه ونه یا نیالګی پرې کړ، په بدل کې به قوم ۲۰۰۰ افغانۍ جریمه ترې اخلي.
نوموړي وویل: «د ولس د پرېکړې پر اساس، له دې وروسته هيڅوک نه شي کولی چې د ځنګلونو ونې پرې کړي، ان تر دې چې څوک نه پرېږدو له طبیعي ځنګله د سوخت لپاره لرګي یوسي، موږ پرېکړه وکړه چې که هر چا د ځنکله شنه ونه ووهله نو د ناغې په ډول به ولسي شورا ته دوه زره افغانۍ ورکوي.»
د یادې ولسوالۍ یو بل قومي مشر ډاکټر عنایت الرحمن بیا وایي، تېرو کلونو کې یې د سیمې ډېر ځنګلونه په ناقانونه توګه وهل شوي چې نه یوازې طبیعت یې بدرنګ کړی، بلکې د سیمې پر اقلیم یې هم ناوړه اغېز کړی دی.
نوموړي زیاته کړه، خلک د قومي پرېکړو پر مټ ځنګلونه ژغورلی شي او باید ټول په دې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.
د کونړ د کرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي د ځنګلونو په ساتنه کې د عامو خلکو ونډه مهمه ګڼي او د شیګل ولسوالۍ د خلکو پرېکړې ستاینه کوي.
د کرنې او مالدارۍ ریاست د ترویج امر نجیب الله وایي: «هڅې یې پيل کړې چې په کونړ کې د ځنګلونو وهل شوې برخې بیا احیا او د ولس پر مټ مو د وهلو مخنیوی کړی.»
هغه وایي، د کونړ په ځنګلي سیمو کې یې د ولسي خلکو شاوخوا ۶۶ رضاکاره ټولنې جوړې کړې چې د ځنګلونو ساتنې لپاره کار کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









