Language

کندهار کې زده‌کړیالانې: ټول شرایط مو عملي کړي وو خو بیا هم له زده‌کړو منع شوو

کندهار (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): په کندهار کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو او انسټیټوټونو ښځینه محصلینو د لوړو زده‌کړو د وزیر وروستۍ مرکې ته په ځواب کې ويلي، د حجاب په ګډون یې وضع شوي ټول شرایط وار له مخه پر ځانونو عملي کړي وو خو بیا هم له زده‌کړو منع شوې چې دوی یې ډېرې دردولې دي.

هغوی زیاتوي، هر ډول محدودیتونو او شرایطو منلو ته تیارې دي خو له دوی دې د زده‌کړو حق نه اخیستل کېږي او اجازه دې ورکړل شي څو بېرته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم تېره پنجشنبه له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، هغه لارښوونې چې له تېرو څوارلسو میاشتو راهیسې ښځينه محصلینو ته شوې وې، نه وې عملي شوې.

هغه په لیلیو کې د ښځينه محصلینو شتون او له محرم پرته لرو ولایتونو ته سفر، حجاب، په پوهنتونونو کې د ښځینه او نارینه محصلینو ګډ تعلیمي سیسټم او ځیني نور هغه موارد یاد کړل چې له امله یې دوی د ښځينه محصلینو زده‌کړې وځنډولې.

login or register a new account.