منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۸ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۵° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې زده‌کړیالانې: ټول شرایط مو عملي کړي وو خو بیا هم له زده‌کړو منع شوو

· ۴ دقیقې لوستل · ۲۰۳ کتنې · تازه شوی

کندهار (پژواک، ۳ مرغومی ۱۴۰۱): په کندهار کې د دولتي او خصوصي پوهنتونو او انسټیټوټونو ښځینه محصلینو د لوړو زده‌کړو د وزیر وروستۍ مرکې ته په ځواب کې ويلي، د حجاب په ګډون یې وضع شوي ټول شرایط وار له مخه پر ځانونو عملي کړي وو خو بیا هم له زده‌کړو منع شوې چې دوی یې ډېرې دردولې دي.

هغوی زیاتوي، هر ډول محدودیتونو او شرایطو منلو ته تیارې دي خو له دوی دې د زده‌کړو حق نه اخیستل کېږي او اجازه دې ورکړل شي څو بېرته خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر مولوي ندامحمد ندیم تېره پنجشنبه له ملي ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، هغه لارښوونې چې له تېرو څوارلسو میاشتو راهیسې ښځينه محصلینو ته شوې وې، نه وې عملي شوې.

هغه په لیلیو کې د ښځينه محصلینو شتون او له محرم پرته لرو ولایتونو ته سفر، حجاب، په پوهنتونونو کې د ښځینه او نارینه محصلینو ګډ تعلیمي سیسټم او ځیني نور هغه موارد یاد کړل چې له امله یې دوی د ښځينه محصلینو زده‌کړې وځنډولې.

د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي یوې محصلې زینب پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه ولایت د لوړو زده‌کړو په مرکزونو کې د حجاب، د نارینه وو او ښځو ټولګیو بېلوالی او نور ټول هغه شرایط عملي شوي وو چې مخکې وزارت وضع کړي وو.

هغې زیاته کړه: «موږ ټول هغه شرطونه پر ځان منلي وو چې وزارت اعلان کړي وو، زموږ ټولګي جلا وو، حجاب- که پخوا و او یا اوس- موږ مراعات کړی و، د لیلیې ستونزه باید دوی حل کړې وای نه دا چې دوی پر موږ پوهنتون بند کړ.»

یوه بله محصله لیلما هم وایي چې ښځینه محصلینو په ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو کې د حجاب په ګډون ټول شرایط پر ځانونو عملي کړي وو، سره له دې یې هم پر مخ د زده‌‍کړو دروازې وتړل شوې.

هغې پژواک اژانس ته وویل، په افغاني ټولنه کې د ښځو تعلیم ډېر مهم دی نو باید د علم دروازې یې پر مخ ونه تړل شي.

د دې په خبره، همدا اوس ډېری ښځې په روغتیايي برخه کې ستونزې لري او د ښځينه ډاکټرانو او قابلو  د کمښت له امله د هغوی ستونزو ته لاسرسی نه کېږي او اړې دي چې یا نارینه ډاکټرانو ته ورشي او یا بهر ته د درملنې لپاره لاړې شي.

دې زیاته کړه: «زما د قابله‌ګۍ زده‌کړو دویم کال و خو له زده‌کړو یې منع کړم، دوی به راغلي وای زموږ د زده‌‌کړو بهیر به یې کتلی وای، بیا به یې پرېکړه کړې وای، د قابلو سره خو هیڅ نارینه نه درس ویلای شي او نه نارینه درس ورکولای شي، دا پرېکړه هیڅ عقل نه مني، باید موږ ته د زده‌کړو اجازه راکړل شي.»

د یوه خصوصي پوهنتون د طب یوه بله محصله رویا وایي، د دې لپاره زده‌کړې د «ژوند» په معنا وې، اوس چې له زده‌کړو راګرځول شوې ده، داسې ده لکه له ژونده چې محرومه شوې وي.

دې پژواک اژانس ته وویل، دا یې لوی ارمان و چې ډاکټره شي، هېواد او خلکو ته خدمت وکړي څو هغوی نورو ته احتیاج نه شي.

دې زیاته کړه: «په هیڅ اسلامي هېواد کې دا نشته چې د نجونو تعلیم دې بند وي نو بیا موږ ته ولې اجازه نه راکول کېږي؟ د زده‌کړو حق خدای ج موږ ته راکړی دی، طالبان دې له موږ څخه دا خدای راکړی حق نه اخلي او  پر موږ دې د علم دروازې نه تړي.»

بلخوا د کندهار یو شمېر اوسېدونکي چې د لوڼو زده‌کړې یې نیمګړې پاتې شوې وايي، پر دې فکر کوي چې له هېواده هجرت وکړي.

د کندهار ښار یوه اوسېدونکي فضل حق- چې لور یې له زده‌کړو منع شوې- پژواک اژانس ته وویل: «ما خواري او زحمتونه کښل څو د خپلو اولادونو راتلونکی جوړ کړم، اوس چې هغوی له زده‌کړو راګرځول شوې، نه پرېږدم د کلونو- کلونو خوارۍ یې عبث شي، که پوهنتونونه بېرته پيل نه شي زه مجبور یم چې یو بل هېواد ته به مهاجر کېږم.»

دیني عالمان هم وایي، د ښځو د تعلیم په برخه کې ممانعت نشته او هغه څه چې ټولنه سخته اړتیا ورته لري زده‌کړه یې فرض کفايي ده.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه