Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

نړۍواله ټولنه: د موسسو پر ښځینه کارکوونکو بندیز بشري مرستې له ګواښ سره مخ کوي

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۴ مرغومی ۱۴۰۱) : امریکا، ملګرو ملتونو او اروپایي اتحادیې د افغانستان سرپرست حکومت له خوا په موسسو کې پر ښځینه کارکوونکو بندیز په اړه په خپل غبرګون کې ویلي چې دغه کار بشري مرستې له ګواښ سره مخ کوي.

د افغانستان سرپرست حکومت د اقتصاد وزارت کورنيو او بهرنيو موسسو ته سپارښتنه کړې چې تر دويم امر پورې دې یې ښځينه کارمندانې دندو ته نه ځي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې له نادولتي مؤسسو د ښځینه کارکوونکو بندولو په اړه د د سرپرست حکومت فرمان یو بل ناسم ګام بللی دی.‌

د بهرنیو چارو مرستیالې وینډي شیرمن په خپل ټویټرپاڼه کې  لیکلي، دغه  فرمان «ډېرو اړمنو افغانانو ته خواړه او طبي پاملرنې له خطر سره مخ کوي. دا ګامونه به له نړۍ سره د طالبانو پر اړیکو پاموړ اغېز ولري.»

دغه راز د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټوماس ويسټ د دې پرېکړې په غبرګون کې پر ټوېټر لیکلي: «د بشري مرستو رسولو کې د ښځو پر کار د طالبانو بندیز، خورا غیرمسوولانه دی، دا د هغو میلیونونو خلکو لپاره مُهلک ګواښونه رامنځته کوي چې پر حیاتي مرستو پایېږي. طالبان د خپلو خلکو پر وړاندې خپل بنسټیز مسوولیتونه له پامه غورځوي.»

هغه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د مرستیال رامز الاکبروف یو ټویټ هم ریټویټ کړی چې الاکبروف په کې لیکلي: «پر هغو راپورونو ژور خپه یم چې اوسنیو واکمنانو په کورنیو او بهرنیو نادولتي مؤسسو کې د ښځو پر کار بندیز لګولی دی؛ دا له بشردوستانه اصولو ښکاره سرغړاوی دی؛ د ژوند په ټولو برخو او بشردوستانه غبرګون کې د ښځو له حیاتي روله باید سترګې پټې نه شي.»

بلخوا د افغان نجونو، ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري هم د اقتصاد وزارت له لوري د ښځو د کار بندولو امر په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي: «دا یوه بله ظالمانه او بې‌رحمانه پرېکړه ده چې ښځو ته په کې سزا ورکول کېږي او هغه بشردوستانه مرستې په خطر کې اچوي چې میلیونونه افغانان په دې سخت ژمي کې تکیه ‌پرې کوي.»

د هغې په وینا، د کابل واکمنان د افغانانو ژوند په خطر کې اچوي او هېواد لا نور خطرناک لور ته بیايي.

د یو بل خبر له مخې، د افغانانو لپاره د بشري او پرمختیايي مرستو همغږۍ ادارې (اکبر) هم په یوه اعلامیه کې د سرپرست حکومت د یاد تازه فرمان په غندلو سره ویلي: «اکبر په افغانستان کې د فعاله ۱۸۳ کورنیو او نړۍوالو نادولتي غړو سازمانونو په استازیتوب د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزارت هغه اعلان غندي چې په پوهنتونونو کې د نجونو زده‌کړو ځنډول سملاسي او د نامعلوم وخت لپاره اعلان کړی.»

د اکبر موسسې مشرې فیونا ګال ویلي، دا پرېکړې د هغو افغان مېرمنو او نجونو پر وړتیا برید دی چې په عام او مسلکي ژوند کې برخه اخلي. زده‌کړو ته لاسرسی د ټولو ښځو او نجونو بنسټیز حق دی او دا اعلان زموږ د کارمنانو او د هغوی د کورنیو او ټولنو لپاره ویجاړوونکی دی.

ګال زیاته کړې، دې پرېکړې سخت خپه کړې ده او وايي: «په افغانستان کې تېر څلوېښت کاله نادولتي مؤسسې په بېلابېلو برخو کې د خپلو مجربو او مسلکي ښځینه او نارینه کارمنانو په مرسته کار کوي، تېر کال هم موږ خپل ډېری وړتیا لرونکي همکاران- ښځې او سړي- له لاسه ورکړل.»

اکبر مؤسسې پر چارواکو غږ کړی چې ټولو افغانانو ته – پرته له دې چې جنسیت ته یې وکتل شي – اجازه ورکړي چې زده‌کړو ته لاسرسی ولري او د ټولنې د بشپړو او مساوي غړو په توګه له خپلو وړتیاوو ګټه واخلي.»

له دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشردوستانه مرستو همغږۍ ادارې (اوچا) په خپل غبرګون کې ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ادارې او شریکان، په کورنیو او بهرنیو نادولتي بنسټونو کې د ښځو د کار بندیز په باب د طالبانو پرېکړه غندي او وايي: «دا ډول حکم د ښځو اسا‍سي حقونه تر پښو لاندې کوي او له بشرپالو اصولو سره په ټکر کې دی.»

دغه اداره وايي، د ملګرو ملتونو استازي به له طالب مشرتابه سره د لیدو په هڅه کې د ورکړل شوي امر په اړه وضاحت وغواړي «ښځو ته باید د بشرپالنې په ګډون د ژوند په بېلابېلو حیاتي برخو کې د رول لوبولو اجازه ورکړل شي.»

ملګري ملتونه وايي، په وروستي حکم سره تر ټولو ډېر زیانمنونکي وګړي، په تېره ښځې او نجونې اغېزمنېږي «ملګري ملتونه او همکاران یې ورکړل شوی امر غندي او اوسنیو واکمنانو ته یادونه کوي چې لغوه یې کړي، ښځې باید خپل برخلیک په خپله وټاکي، بې‌واکه کول او په سیستماتیک ډول له ټولو اړخونو د هغو ګوښه کول له عامه سیاسي ژونده شا ته پرېږدي.»

بلخوا د اروپایي اتحادیې د بهرنیو اړیکو مشر جوزېف برل د دې پرېکړې غندلو ترڅنګ ویلي چې دغه کار به د بشري مرستو پر فعالیتونو ناوړه اغېز وکړي.

په افغانستان کې د مرستو یوه همغږوونکي او د ناروې شاردژافیر اول کلومن بیکن – چې په جنورۍ کې یې د سرپرست حکومت او مدني ټولنو غړو ترمنځ د خبرو کوربه‌توب هم کړی، دغه ګام غندلی دی.

بیکن په یوه ټویټ کې ویلي: «په نادولتي ادارو کې پر ښځینه کارمندانو بندیز باید سملاسي لغوه شي، دا ګام سربېره پر دې چې د ښځو پر حقونو ګوزار دی، انساني کړکېچ لا پسې سختوي او تر ټولو زیانمنونکي افغانان لا نور اغېزمنوي.»

د اقتصاد وزارت په مکتوب کې راغلي، د اقتصاد وزارت د افغانستان اسلامي امارت په استازيتوب د کورنيو او بهرنیو مؤسسو د ټولو کړنو د همغږۍ او رهبرۍ مسوولیت لري. په دې وروستيو کې په کورنيو او بهرنيو نادولتي مؤسسو کې د ښځو له خوا د اسلامي حجاب او د امارت د نافذه ټولو قوانينو او مقررات د نه مراعاتېدو په اړه جدي شکايتونه اورېدل شوي دي.

په مکتوب کې زیاته شوې: «اقتصاد وزارت د مسوولیت او رسالت رفع کولو په منظور چې د کورنيو او بهرنيو نادولتي موسساتو په کاري ساحه کې د امارت د نافذه قوانينو او مقرراتو د تطبيق لپاره يې لرلی او لري، ټولو محترمو موسساتو ته هدایت ورکول کېږي چې تر دويم هدايت پورې ټولې ښځينه کارمندانې چې له هغوی سره په اړوند برخو کې وظیفې کوي، کارونه يې متوقف کړي.»

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.