ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني قره‌باغ ولسوالۍ میرخان سیمې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان له ښوونځي محروم دي

د غزني قره‌باغ ولسوالۍ میرخان سیمې شاوخوا ۲۰ زره ماشومان له ښوونځي محروم دي

غزني (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۱): د غزني د قره‌باغ ولسوالۍ اړوند «میرخان» سیمې په ۳۵ کلیو کې ۳۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي، خو خپلو شاوخوا ۲۰ زره ماشومانو لپاره هیڅ ښوونځی نه لري.

د دغې سیمې اوسېدونکي وايي، تر اوسه نه تېر او نه اوسني حکومت په دې سیمه کې ښوونځی جوړ کړی او نه خلکو دومره توان موندلی چې دلته ښوونځی جوړ کړي چې له امله یې د ماشومانو راتلونکی په تیارو کې ډوب دی.

د میرخان سیمې یوه قومي مشر محمدهاشم پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغې سیمې په ۳۵ کلیو کې ۳۵۰۰ کورنۍ ژوند کوي خو د خپلو شاوخوا ۲۰ زره ماشومانو لپاره ان یو ښوونځی هم نه لري.

هغه زیاته کړه، د تېرو دوو لسیزو په اوږدو کې یې ډېرې هڅې وکړې څو دلته یو ښوونځی ودان کړي، خو د جګړو او ناامنیو له امله و نه توانېد.

نوموړی وايي، په دې موده کې زرګونه ماشومان له زده‌کړو پاتې او نالوستي لویان شول او زرګونه نور ماشومان هم له ورته برخلیک سره مخ دي چې دا لویه غمیزه ده.

د هغه په خبره، زده‌کړه د ماشومانو حق دی، اړوندې حکومتي ادارې او اشخاص باید په دې برخه کې د مسوولیت احساس وکړي او د سیمې زرګونو هلکانو او نجونو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

د یادې سیمې بل قومي مشر عبدالحبیب پژواک خبري اژانس ته وویل، د سیمې اوسېدونکو د ښوونځي لپاره په خپل لګښت ځمکه پېرلې خو د ودانۍ جوړولو وس نه لري، ځکه ټول له اقتصادي اړخه لوېدلي دي.

دی له حکومت او مرستندویه ادارو غوښتنه کوي چې د ښوونځي ودانۍ په جوړولو کې له دوی سره مرسته وکړي.

هغه وايي: «پخوا خلکو نه غوښتل پر خپلو ماشومانو زده‌کړې وکړي، خو اوس چې خلک د تعلیم په ارزښت پوهېدلي او غواړي پر خپلو زامنو او لوڼو زده‌کړې وکړي، باید اړوندې ادارې را وړاندې شي او خپل مسوولیت ترسره کړي.»

د یادې سیمې یو امام ملا شفیق هم وايي، په ټوله کې قره‌باغ ولسوالۍ او په ځانګړې توګه میرخان سیمې ته د زده‌کړو په برخه کې هیڅ پام نه دی شوی.

ده پژواک ته وویل، دا د حکومت مسوولیت دی چې دلته ماشومانو ته ښوونځي جوړ او د زده‌کړې زمینه ورته برابره کړي.

د سیمې ماشومان هم په یوه خوله وايي، که دوی ته ښوونځي جوړ او د زده‌کړو زمینه ورته برابره شي، نو په راتلونکي کې به ډاکټران، انجنیران او د نورو برخو عالمان او پوهان ورڅخه جوړ شي.

ها خوا چارواکي وايي، د ښوونځیو، مسلکي ښوونکو او کتابونو نشتوالی د افغانستان د ډېرو ولایتونو ستونزه ده چې کچه یې تر ۵۰ سلنې رسېږي.

د غزني د پوهنې رییس مولوي منیر منصور پژواک خبري اژانس ته وویل: «رښتیا هم په قره‌باغ ولسوالۍ کې میرخان سیمه د تعلیم په برخه کې شاته پاتې ده چې لامل یې د تېرو کلونو جګړې او د تېر حکومت نه پاملرنه ده.»

هغه زیاته کړه، د دغې سیمې د اوسېدونکو غوښتنې او ستونزې به له مرکز سره شریکې کړي، څو د زده‌کړې په برخه کې خدمات ورته وړاندې شي.

د یادونې ده، د غزني ډېرې نورې سیمې هم د تېرو کلونو جګړو، ناامنیو او نورو ستونزو له امله د ښوونې او روزنې په ګډون له ډېرو لومړنیو حقونو بې‌برخې پاتې شوې چې اوسېدونکي یې د ورکولو غوښتنه کوي.

Visits: 356

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.