ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات په شینډنډ کې د خلکو ترمنځ شخړې او دښمنۍ تر ډېره بریده کمې شوې دي

د هرات په شینډنډ کې د خلکو ترمنځ شخړې او دښمنۍ تر ډېره بریده کمې شوې دي

author avatar
28 Dec 2022 - 14:54
د هرات په شینډنډ کې د خلکو ترمنځ شخړې او دښمنۍ تر ډېره بریده کمې شوې دي
author avatar
28 Dec 2022 - 14:54

هرات (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۱): د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ اوسېدونکو له شلو کلونو ناامنیو او قومي اختلافاتو وروسته، اوس سولې او پخلاینې ته مخه کړې ده.

شينډنډ د افغانستان په لويديځ کې د هرات يوه له لويو ولسواليو څخه ده چې د دغه ولایت په سوېل کې له مرکزه شاوخوا سل کیلومتره لرې پرته ده.

شینډنډ چې د سبزوار په نوم هم یادېږي، په تېرو ۲۰ کلونو کې یوه ورځ یې هم بې جګړې نه وه او د دغې ولسوالۍ انځورونه ښيي چې د جګړې تورې ورځې پر هرې سیمې او ساحې یې سیوری غوړولی دی.

که څه هم جګړې او ناامنۍ تل د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي ځورولي، خو د ټولو شته ستونزو په پرتله، شخړې او قومي مسایل به پکې تل ډېر د پام وړ او ګرم وو.

د یادې ولسوالۍ د اوسېدونکو په وينا، اوس د سرپرست حکومت په راتګ او د سيمه‌ييزو چارواکو په هڅو امنیت ټینګ شوی او همداراز قومي ستونزې په بشپړه توګه له منځه تللې دي.

د یادې ولسوالۍ د چهارمحل کلي اوسېدونکي غلام حضرت له پژواک سره په خبرو کې وويل، پخوا د دې ولسوالۍ د ډېری اوسېدونکو ترمنځ ډېر اختلافات وو چې ډېر کله به پر جګړې بدلېدل.

د هغه په ​​وينا، ډېرې جګړې د قومي اختلافاتو له امله وې او قومونه پر فرقو وېشل شوي وو.

هغه زياته کړه، کله کله به دغه اختلافات د جګړو او بې شمېرو وژنو لامل کېدل او اوس تر ډېره حده دغه شخړې او قومي ستونزې حل شوې دي.

د یادې ولسوالۍ د عزيزاباد کلي يوه اوسېدونکي سعدالله پژواک ته وويل چې په تېرو ۲۰ کلونو کې هېڅکله د دې سيمې خلکو د امنيت احساس نه دى کړى او په دې ولسوالۍ کې د خلکو ترمنځ اختلافات د جګړې لامل شوي وو.

هغه وايي، هغه جګړې چې په په شينډنډ کې وشوې، د افغانستان په هېڅ ولسوالۍ کې نه وې شوې.

د دغې ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالرحمن وايي، څلور کاله یې ‎له یوه ګاونډي سره د ځمکې پر سر شخړه روانه وه او دغه جنجالونه د دواړو لورو ترمنځ د جګړې لامل شوي وو.

د نوموړي په ​​وينا، د مشرانو په منځګړيتوب د دوى کړکېچ او اختلافات له منځه لاړل.

د هرات د شينډنډ ولسوالۍ دغه اوسېدونکى د دوى ترمنځ د ستونزو په هواري کې د سيمه‌ييزو مشرانو او مسوولینو رول مهم وباله او ویې ویل، مشرانو ډېره هڅه وکړه څو له یو بل سره سوله وکړي.

د هغه په ​​باور، بښنه د دوستۍ د پياوړتیا او غچ اخیستل د اختلاف ډېروالي لامل کېږي.

په ورته مهال، د شينډنډ ولسوال مولوي شرف‌الدين مخلص له پژواک سره په خبرو کي وويل، دوى له مشرانو سره مياشتنۍ ناستې لري او له دې لارې د اختلافاتو پر هواري ټينګار کوي.

هغه زیاته کړه چې اوس په یادې ولسوالۍ کې اختلافات د صفر کچې ته نږدې شوي دي.

بل‌خوا، د یادې ولسوالۍ امنيه قوماندان مولوي غلام‌حيدر وايي، تر اوسه يې په ملاتړ او هڅو سره په دغه ولسوالۍ کې د لسو قومي مشرانو ترمنځ اختلافات حل او پر سولې بدل کړي دي.

هغه زياته کړه، شينډنډ چې په لوېديځه حوزه کې د جګړې مرکز بلل کېده، اوس تر ټولو پر امن ولسوالۍ بدله شوې ده.

د هرات ولايت د اطلاعاتو او کلتور ریيس مولانا نعيم‌الحق حقاني هم وايي چې د «اسلامي امارت» په راتګ سره قومي اختلافات صفر ته رسېدلي دي.

مولانا حقاني څرګنده کړه چې په اوسني نظام کې کارونه د قوم او پېژندګلوئ پر بنسټ مخکې نه ځي؛ بلکې ټول خلکو ته په یوه سترګه کتل کېږي.

هغه زياته کړه چې حکومت د مشرانو په همکارۍ هڅه کوي څو دغه شخړې هوارې کړي.

د يادونې ده، پر شينډنډ سربېره د افغانستان په نورو سيمو کې هم قومي شخړې او ستونزې شته، خو په دې وروستيو کې د حکومت او قومي مشرانو په منځګړتوب يو په بل پسې حل کېږي.

Visits: 37

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.