جلال اباد (پژواک، ۷ مرغومی ۱۴۰۱): د ننګرهار په هسکې مېنې او پچيراګام ولسواليو کې د جګړو پر مهال د درېيو ښوونځيو تخریب شوې ودانۍ بېرته ورغول شوې.
چارواکي وايي، یاد ښوونځي شاوخوا پنځه زره زدهکوونکي لري چې د بیارغوني کارونه یې د ۳۰ ميليون افغانيو په لګښت بشپړ شول.
د ننګرهار د پوهنې رييس مفتي حبيب حضرت حقاني د مرغومي په ۷مه پژواک اژانس ته وويل، د دغه ولايت په هسکې مېنې او پچيراګام ولسواليو کې د افغانستان لپاره د سویډن کمېټې د ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د درېيو ښونځيو ودانيو بيارغونې چارې بشپړې شوې.
هغه زياته کړه، د هسکې مېنې ولسوالۍ د پاپين او شابيو لېسو او د پچيراګام ولسوالۍ د پاس پچير لېسې ودانۍ چې د جګړو له امله زیانمنې شوې وې، بېرته ورغول شوې.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، له دغو ودانيو به شاوخوا ۵۰۰۰ زدهکوونکي ګټه اخلي چې د درسونو د کيفيت په ښه والي کې به په ګټه تمامې شي.
د پوهنې رييس د سويډن کمېټې له همکارۍ مننه وکړه او پر ټولو همکارو موسسو يې غږ وکړ چې د پوهنې برخه کې مرستې لا زياتې کړي.
نوموړی وایي، د سيمې خلک بايد د دغو ودانيو په ساتنه کې فعاله برخه واخلي او دغه راز خپل اولادونه هم تشويق کړي چې د ښوونځيو ودانیو ساتنه وکړي.
د سيمې اوسېدونکي د پوهنې رياست او د سويډن کمېټې د دغه اقدام ستانه کوي.
د هسکې مېنې ولسوالۍ د شابيو سيمې يوه اوسېدونکي ملک انور خان پژواک ته وويل، د دې سيمې ښوونځی دوه کاله مخکې د داعش پر وړاندې د وخت حکومت د هوايي او ځمکنيو عملياتو پر مهال ړنګ شوی و چې تر اوسه يې زدهکوونکي په ازاده فضاء کې زدهکړې کولې.
دی وايي، حکومت بايد د لرو پرتو ولسواليو هغو سيمو ته چې د جګړو له امله يې زيان ليدلی، پاملرنه زياته کړي او د بيارغونې پروژې دې په کې ډېرې تطبيق کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP