لښکرګاه (پژواک، ۱۰ مرغومی ۱۴۰۱): د هلمند د سنګین ولسوالۍ یو اوسېدونکی جانمحمد چې نږدې ۱۲ کاله مخکې يې د کورنۍ ۱۸ غړي په بمبار کې وژل شوي، اوس سوله خپله یوازېنۍ هیله ګڼي او له حکومته غواړي چې مرسته ورسره وکړي.
جانمحمد د سنګین ولسوالۍ د خانانو کلي اوسېدونکی او ۲۰ کلن ځوان دی.
دی وايي، په اته کلنۍ کې يې د ورور واده پر مراسمو بهرنیو ځواکونو هوايي برید وکړ چې د مور، وروڼو او خویندو په ګډون يې په کې د کورنۍ ۱۸ غړي شهیدان شول.
نوموړی وايي، یوازې یوه ماشومه خور ورپاتې ده او هغه هم اوس واده شوې ده.
ده وویل: «کابو ۱۲ کاله پخوا زما د کورنۍ غړي زما د ورور واده مراسمو پر چمتووالي لګیا وو چې ناڅاپه مو پر کور بمبار وشو، د کورنۍ ټول غړي مې له لاسه ورکړل، زه او زما یوه خور چې هغه وخت ماشومه وه، ټپيان وو.»
جانمحمد زیاته کړه، پلار يې مجاهد و او د روسانو د یرغل پر مهال شهید شوی او وروسته یې سرپرستي مور کوله.
نوموړي وویل: «د روسانو یرغل مې پلار رانه واخیست، مور مې کونډه وه، پر موږ ټولو ډېرې سختۍ تېرې شوې، د امریکايانو یرغل مې مور، اته وروڼه، اووه خویندې، یوه وریندار او یو مې دوه کلن ماشوم وراره رانه واخیستل.»
دی وايي، د ډېرو سختیو او غمونو له امله پر رواني ناروغۍ اخته شوی او خلک يې لېونی بولي.
جانمحمد په داسې حال کې چې پر مخ يې اوښکو لارې جوړې کړې وې، وویل: «جګړه دې ورکه شي، موږ يې د غمونو په اور کې وسوځېدو، تش کالبوت پاتې یم، اعصاب مې خراب دي، نه کور لرم، نه واده او نه یې د برابرولو توان لرم.»
هغه د خپلې کورنۍ د غړو له لاسه ورکولو کیسې په دوام کې وویل: «د بمبار پر مهال پر ځان نه یم پوه شوی، یو وخت مې چې سترګې وغړولې په روغتون کې وم، ترڅنګ مې ټپي خور چې هغه وخت ماشومه وه، پرته وه، کلیوال راغلي وو، او (هی هی د دې ماشومانو پالنه به څوک کوي، هيڅوک يې نه دي پاتې، ټول وژل شوي) خبرې تر غوږو کېدې، زه نه پوهېدم چې څوک مړه او څوک ژوندي دي.»
دی وايي، روح يې ارام نه دی، ژوند يې د یوه زنداني په شان دی چې هيڅ خوښي نه لري.
نوموړی زیاتوي، کله چې دی او خور يې له روغتونه رخصت شول، د خپل کور پر ځای د تره کره یووړل شول.
دی وايي: «تره مې روغتون ته راپسې راغی، موږ ته يې ویل چې کور ته مو بیايم، موږ نه پوهېدو چې مور، وروڼه او خوندې مو له لاسه ورکړي او نور بېسرپرسته شوي یو، خو تره مې راته وویل چې تاسو به نور دلته ژوند کوئ، د کور نور کسان مو ټول شهیدان شوي دي.»
جانمحمد وايي، مور، خویندې او وروڼه يې سخت وريادېږي، له ژونده تنګ شوی دی.
هغه له حکومته وغوښتل څو د جګړې له ټولو قربانیانو او د هغوی له کورنیو سره مرسته وکړي او نه دې یې هېروي.
د هغه په خبره چې جګړه د بدمرغیو مور ده، هیله يې دا ده چې له دې وروسته په هېواد کې همېشنی امن او سوله تامین شي او له دې وروسته جګړه د چا ژوند وانه خلي.
د جانمحمد کلیوال او قومي مشر عبدالوکیل هم پژواک ته وویل: «جانمحمد به د اتو کالو و چې د کورنۍ ۱۸ کسان يې په یوه ورځ د بهرنیو پوځيانو په هوايي برید کې شهیدان شول.»
دی وايي، جانمحمد ته یوه خور ورپاتې ده او هغه هم اوس واده شوې او دی کله یو ځای او کله بل ځای ژوند کوي.
عبدالوکیل زیاتوي، جانمحمد رواني ناروغ دی او درملنې ته اړتیا لري، حکومت باید له ده سره د درملنې، کور جوړولو او واده کولو په برخه کې مرسته وکړي.
موږ د جانمحمد کیسه د هلمند له چارواکو سره شریکه کړه او هغوی ورسره د مرستې ژمنه وکړه.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي محمدقاسم ریاض وویل، حکومت هر وخت له بېوزلو او بېسرپرسته مېرمنو او خلکو سره نغدي او د خوراکي توکو مرستې کړې دي، له دې وروسته يې هم کوي.
هغه زیاته کړه: «هغه کورنۍ چې د تېرو جګړو پر مهال زیانمنې شوې او یا یې د کورنیو غړي شهیدان شوي، واقعاً د مرستو مستحق دي؛ ولایتي ادارې له داسې کسانو سره مرستې کړې او لا هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي.»
د یادونې ده، په هېواد کې د څه باندې څلور لسیزې جګړې له امله میلیونونه کسانو ژوند له لاسه ورکړی، ډېر یتیمان او بېسرپرسته شوي دي.
Views: 1180
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP