مهترلام (پژواک، ۲۴ لړم ۱۴۰۳): د لغمان د اقتصاد ریاست مسوولین وايي، په مرکز مهترلام او الیشنګ ولسوالۍ کې یې ۱۸۲ کسانو ته په بېلابېلو برخو کې کوچني کاروبارونه جوړ کړي دي.
د لغمان ولایت د اقتصاد رییس مولوي جانمحمد حامد پژواک خبري اژانس ته وویل، د اسټرالیا هېواد په مالي مرسته یې د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار او الیشنګ ولسوالۍ کې ۱۸۲ کسانو ته کوچني کاروبارونه جوړ کړي دي.
هغه وویل: «هر یوه تن ته د دوکاندارۍ لپاره د ۳۰ زره افغانیو معادل د نجارۍ، خیاطي، موبایل ترمیم، خوراکي توکي او د مالدارۍ اړوند اجناس ورکړل شوي دي.»
ورته مهال، له یاد پروګرام څخه برخمن شوي کسان خوښ دي چې د کوچني کاروبار زمینه ورته برابره شوې او په راتلوونکي کې د لا ډېرو همکاریو غوښتنه کوي.
د مهترلام ښار یوه اوسېدونکي محمداسرار وویل: «پخوا مې دوکانداري وه، خو د سرمایي نشتون له امله مې بنده کړې وه، اوس خوښ یم چې دولت راسره د کاروبار د تقویې لپاره مرسته وکړه.»
دغه راز، د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د شکرمان کلي اوسېدونکی عبدالظاهر وایي، د خیاطۍ دوکان ورته جوړ شوی او خوښ دی چې له خپلو شاګردانو سره یو ځای خیاطي کوي.
هغوی له اسلامي امارته په راتلونکي کې د نورو مرستو غوښتنه هم کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP