کابل (پژواک، ۱۴ مرغومې ۱۴۰۱): کابینې په ټولو دولتي ادارو کې د امکان تر بریده له کورنیو تولیداتو او محصولاتو د ګټې اخیستنې پرېکړه کړې او یو پلاوی یې ټاکلی چې د سالنګ تونل له لارې دي د تګ راتګ ستونزو حل ته طرحه جوړه کړي.
د چارو ادارې په خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ رییسالوزراء په مشرۍ د کابینې ۱۹مه غونډه ترسره شوه.
سرچینې لیکلي، په دې غونډه کې پرېکړه وشوه چې د کورني تولید او محصول د کارونې او مصرف په اړه دې عامه پوهاوي کې د اطلاعاتو او فرهنګ، ارشاد، حج او اوقافو، پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونه برخه واخلي او د صنعت او سوداګرۍ وزارت د فابریکو څښتنان دې باکیفیته او د باور وړ تولید لپاره وهڅوي.
خبرپاڼه کې راغلي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت وړاندیزونه تایید شول چې پر اساس به يې په ټولو امارتي ادارو کې تر ممکنه بریده له کورنیو تولیداتو او محصولاتو ګټه اخیستل پیل شي.
سرچینه زیاتوي، د کابینې په دې غونډه کې د ټولګټو وزارت د مرستیال په مشرۍ د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مرستیال، د لويې څارنوالۍ د مرستیال او تخنیکي اشخاصو په ګډون پلاوي ته دنده وسپارل شوه چې د سالنګ لويې لارې تونل له نږدې وګوري او د پر دې لاره د تګ راتګ ستونزو په تړاو دې طرحه د کابینې ناسته کې شریکه کړي.
همدارنګه یاد پلاوي ته دا دنده هم سپارل شوې چې شمال ته د سالنګ لويې لارې ترڅنګ دې پر بدیلې ترانزیټي لارې غور وکړي چې څرنګه، په څومره وخت او څومره امکاناتو برابرېدلی شي او بشپړ راپور دې یې کابینې ته وړاندې کړي.
په سالنګ تونل کې- چې د هېواد مرکز له شمالي ولایتونو سره نښلوي – د لېندۍ په ۲۷مه یو ټانکر چې سونتوکي په کې بار وو، د تخنيکي ستونزې له امله چپه شو او اور یې واخیست چې له امله یې یو شمېر موټر وسوځېدل.
د راپورونو له مخې، په دې پېښه کې ۳۱ کسان مړه او ۳۷ نور ټپيان شول.
Views: 74
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن